د زدکړو د فعال مطیعالله ویسا د نیول کېدو نن دویمه ورځ ده، خو لا یې هم د ځایځایګي په باب معلومات نهشته. د هغه ورور عطا الله ویسا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو یې دوه نور نیول شوي وروڼه پرون خوشې کړي، خو خپله مطیعالله ویسا ...
Read More »Yearly Archives: 2023
امریکا کې یوې نجلۍ ۶ زده کوونکي په ډزو وژلي دي
د امریکا د ټینیسي ایالت د ناشویل په ښار کې په یو ښوونځي کې یوې نجلۍ د ډزو له امله ۶ تنه وژل شوي چې درې یې د همدې ښوونځې زده کوونکي و. پولیسو ویلي چې مشکوکه برید کوونکې یې ویشتلې او وژلې ده. راپورونه وايي ۲۸ کلنه بریدګره د ...
Read More »جرمني اوکراین ته پرمختللي “لیوپارډ ۲” ټانکونه ور استولي
د جرمني دفاع وزارت وايي اوکرایین ته یې د ‘لیوپارډ ۲’ ټانکونو لومړۍ جوپه استولې ده. دا ۱۸ پرمختللي جګړه ییز ټانکونه تر هغې وروسته کیېف ته سپارل شوي چې د کارېدو لپاره یې اوکرایینۍ عمله وروزل شوه. د جرمني دفاع وزیر بورېس پیستوریوس وايي ډاډمن دی چې دا ټانکونه ...
Read More »پاکستان له افغانستان څخه د شل اوریزو وروستۍ لوبه وګټله
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته د ۶۶ منډو په تفاوت ماتې ورکړه. په وروستۍ سیالۍ کې افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوې کړې. په ...
Read More »امریکا: هېڅ هېواد د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره او سرپرسته وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د سفارت شارژدافېره او سرپرسته کرن ډیکر وايي، که څه هم یو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې د ...
Read More »د افغانستان بانک سبا ۱۴ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا د چهارشنبې په ورځ ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې ...
Read More »داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی
د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی. رویټرز اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې ...
Read More »ملګرو ملتونو د ښوونې د برخې فعال مطيع الله ويسا د “خونديتوب” غوښتنه کړې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (یوناما) له سرپرست حکومته غوښتي چې د مدني فعال او د “قلم لار بنسټ” د مشر مطیع الله ویسا د نیولو دلیل روښانه کړي. یوناما نن (د مارچ پر ۲۸مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان دې “د ویسا ځای ځایګی هم معلوم ...
Read More »د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې تر ۱۰ میلیاردو ډالرو واوښتي
د پاکستان مرکزي بانک وايي، چې د دې هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې د ۲۸۰ ملیونه ډالرو زیاتیدو سره، د ۱۰ ملیاردو ډالرو څخه اوښتي دي. په همدې حال کې د پاکستان د مالیې وزارت چارواکیو ویلي، چین پاکستان ته دخوندي پور د دوو ملیادو ډالرو د بېرته ستنولو موده ...
Read More »د امریکا په میسیسیپي ایالت کې توپان لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي، په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي
د امریکا سویلي برخې د جمعې په شپه زورور توپان او بړبوکۍ لړزولې دي، چې د چارواکو په وینا په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د توپان له کبله د خلکو پر مړینه خواشیني ښودلې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس