Home » 2023 (page 45)

Yearly Archives: 2023

په جوزجان کې اورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ۱۰ ولسواليو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۸ تنه او زرګونه څاروي مړه شوي دي. د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالستار حلیمي وویل، چې د دغه ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا ...

Read More »

په بلوچستان کې د پاکستان پوځ څلور سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ په بلوچستان ایالت کې د ایران پولې ته نږدې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې، پر سرتېرو یې د چهارشنبې په ورځ په پنج ګور سیمه کې برید وشو. خبرپاڼه ...

Read More »

فرهاد دریا د پښتنو د نقدولو له امله پراخو نیوکو سره مخ شوی

د افغانستان مشهور سندرغاړی فرهاد دریا، چې خپله هم په خټه پښتون دی، پر فیسبوک پاڼې ېې د پښتنو په نقدولو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی. نوموړي د دې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي:« ځان مشر او د دې خاورې اصلي خاوند ګڼې، او هر هیوادوال دې چې ...

Read More »

اوکراین یو ځل بیا له لوېديځو هېوادونو څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د لوېدیځ ټانکونه او د هوایې مدافعي سیسټمونه باید ژر ور ورسیږي ترڅو وکولای شي چې د روسیې حملو ته ځواب ووایي. زلنسکي پرون د سویس په داووس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته په وینا کې دغه غوښتنه وکړه او بیګا شپه یې ...

Read More »

د وروستي ځل لپاره به نن ‘مسي’ او ‘رونالډو’ يو له بل سره د سيالۍ ډګر ته وځي

دغه لوبه نن د کابل پر وخت د شپې په نهه‌نیمې بجې د سعودي عربستان په ملک فهد لوبغالي کې ترسره کېږي. په سعودي عربستان کې د فوټبال د یوې لوبې چې د نړیوال فوټبال دوه ستوري، لیونل مسي او کریستیانو رونالډو له یو بل سره د سیالۍ ډګرته وځي، ...

Read More »

اېلان ماسک به ډیر ژر محاکمه شي

د ټویټر ټولنییزې شبکې اجرائیوي رئیس اېلان ماسک د ۲۰۱۸ کال د هغه ټویټ په اړه محاکمه کېږي چې د ۷۲ میلیاردو ډالرو په یوه معامله کې ټېسلا شرکت د خپل شخصي ملکیت ګرځولو شونتیا پکې وه. د ټېسلا شرکت ونډوالو د ماسک پرضد قضايي دعوا وکړه او هغه یې ...

Read More »

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر د چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوی

د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ‘دېنیس موناڅېرسکي’ په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.‌ دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده. رپوټونه وايي‌، په دې پېښه کې ۳ ...

Read More »

حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی په پېښور کې ووژل شو

په پښتونخوا کې مشهور حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی نن د‌ پېښور محکمې مخې ته د يوه برید پر مهال ووژل شو. پاکستاني پولیسو ویلي، چې يو تن یې پر نوموړي د بريد په تور نیولی دی. لطيف اپريدی د نيشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو ...

Read More »

جاپان به په روغتيايي برخه کې يو ميليون او ۳۰۰ زره ډالره مرسته وکړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو صندوق په هلمند کې د روغتیایي خدمتونو له پیاوړي کېدو سره د جاپان د یو ميلیون او درې سوه زره ډالرو مرستو خبر ورکوي. دې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، له دې صندوق سره د جاپان دغه نغدي مرستې به ...

Read More »

د ماشومانو د ساتنې اداره په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د بېرته پیل خبر ورکړ

د ماشومانو د ساتنې اداره یا سېف د چېلډرن وايي، له څو اونۍ ځنډ وروسته افغانستان کې خپل ځینې فعالیتونه بېرته پیلوي. دغې ادارې یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د یو شمېر ښځينه کارکوونکو په ملتیا به خپلې ځينې چارې بېرته پیل کړي. د ماشومانو د ساتنې ادارې په ...

Read More »