Home » 2021 (page 61)

Yearly Archives: 2021

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير له زندان ازاد شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير پرون دوشنبه د (د چنګاښ په ۷مه) د کراچۍ له زندان څخه د يو لړ شرايطو په اساس ازاد شو. د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قيصر درې ورځې وړاندې د بوديجې اړوند غونډه کې د علي وزير د ګډون په موخه ...

Read More »

د امریکا ولسمشر: ایران به رانه د اټومي وسلو څښتن نه شي

رویداد خبري آژانس

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړي. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسراییلو له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دده د واکمنۍ پر مهال به ایران ته د اټومي وسلو د ...

Read More »

په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې

په قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې او ویلي دي چې روان تاوتریخوالی پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز کوي. د راپورونو له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.  افغان پلاوي ...

Read More »

حمدالله محب؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. حمدالله محب پر خپل ټویټر لیکلي چې دی له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ د افشا کولو په اړه د شیخ رشید څرګندونې ستایي. محب زیاته کړې چې ...

Read More »

عبدالله:جو بایډن د سولې پروسې او د افغان ځواکونو ملاتړ ډاډ راکړی

رویداد خبري آژانس

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ډاډ ورکړی دی چې امریکا به د سولې پروسه کې د افغانستان له خلکو سره وي او دغه راز به د افغان ځواکونو ملاتړ هم کوي. ښاغلي عبدالله له واشنګټن څخه تر راستنېدو وروسته ...

Read More »

پاکستان د تېر مالي کال پر پرتله سږکال له ۱۲ ميليارده ډالرو زيات پور اخيستی

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې دغه هېواد په روان مالي کې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ و او له همدې کبله له يو شمېر مالي بنسټونو د پور اخيستو ته اړ شوی. د راپورونو له مخې، په روان مالي کال کې پاکستان له ۱۲ ميليارد ډالرو زيات پور ترلاسه ...

Read More »

رشيد: افغان طالبان په پاکستان کې اوسې او د ټپيانو درملنه يې هم کېږي

د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد په ډاګه ويلي، هغه وسله‌وال طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي کورنۍ يې په پاکستان کې دي او همدلته اوسې.. نوموړي دا څرګندونې له جيونيوز ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې کړې دي. رشيد په خپلو خبرو کې دا هم ويلي، نه ...

Read More »

سټي‌وارټ: له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو اړه د بايډن پرېکړه ناسمه ده

د برېتانيا د کابيني پخوانی وزير او پوځي روري سټي‌وارټ له افغانستان څخه په بشپړه توګه د امريکايي ځواکونو د اېستلو پرېکړه ناسمه بللې او زياته کړې يې ده چې دا پرېکړه د افغانستان حکومت له جدي ستونزې سره مخ کولی شي. نوموړي د بي بي سي له انګليسي ځانګې ...

Read More »

پاکستان: هيله ده افغان طالبان به پاکستان کې وسله‌والو ته د فعاليت اجازه ور نه کړي

د پاکستان کورنيو چارو وزير تمه ښودلې چې په افغانستان کې جنګېدونکي وسله‌وال طالبان به په پاکستان کې تحريک طالبان پاکستان يا TTP ته اجازه ور نه کړي ور نه کړي چې د دوی خلکو او خاورې ته ضرر ورسوي. شېخ رشيد پرون د شنبې په ورځ ناوخته د (چنګاښ ...

Read More »

هلمند کې د انګورو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

رویداد خبري آژانس

د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی. د دغه ریاست مسوولین وایي چې دمګړی ددغه ولایت انګور بازار ته وړاندې شوي. دهلمند د کرنې ریاست په خبره سږ کال ښایي ددغه ولایت له باغونو شاوخوا ۹۵ زره ...

Read More »