د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) سلګونه پکتیاوالو چې قومي مشران، ځوانان او ښځې هم په کې شاملې وې، د جمهوري نظام او افغان ځواکونو په ننګه راټول شوي وو. د غونډې ګډونوالو وویل چې د افغانانو لپاره تر بل هر وخته جمهوري نظام ...
Read More »Yearly Archives: 2021
پنټاګون؛ په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی
د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی. د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د ټولو اړخونو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې ...
Read More »روغتیا وزارت:د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پرېکړه لا نه ده شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پر طرحه یې خبرې کړې دي. دغه وزارت پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۹مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر دې دمه دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې ښوونځي او پوهنتونونه به ...
Read More »ملګرو ملتونه: د سیاحت د کمېدو له امله زیان څلور تریلیونه ډالرو ته رسېږي
ملګرو ملتونه پرون چهارشنبه (د چنګاښ۹مه نېټه) په یوه راپور کې ویلي چې د سیاحت د کمېدو له امله په تېر یو کال کې په نړۍ کې اقتصادي زیان ممکن څلور تریلیون ډالرو ته ورسېږي. په راپور کې همدا راز ویل شوي چې په پرمختیايي هېوادونو کې د کرونا ویروس ...
Read More »اېتوپيا حکومت د اوربند، خو وسلهوالو د جګړې اعلان کړی
په داسې حال کې چې تېره دوشنبه د (چنګاښ په ۷مه) د وسلهوالو لاس ته د ټېګري سيمې مرکز له لوېدو سره سم اېتوپيا حکومت د اوربند اعلان وکړ، خو د ټېګري خلکو د ازادۍ جبهې په نوم وسلهوالې ډلې د دغه هېواد له ځواکونو سره د جګړې لپاره د ...
Read More »جنوبي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د وسلهوال بريد پرمهال په پوسته کې موجودو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګر ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم ياد بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې دغه وسلهوال بريد بېګاه شپه ناوخته د (چنګاښ په ۹مه) ...
Read More »ملګرو ملتونو له امريکا غوښتي چې پر ايران بنديزونو لغوه کړي
د ايران او مريکا ترمنځ د اټومي تړون د بيا احيا کولو په اړه د دواړو لوريو په مذاکراتو کې پرمختګ ته په پام سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرش د امريکا له ولسمشر جوبايډن غوښتي چې پر ايران د اټومي پروګرام له امله لګېدلي بنديزونه لغوه کړي. نوموړي ...
Read More »اسرائيلو په لومړي ځل د خليج په يوه هېواد کې سفارت پرانيست
د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ چې دا مهال عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، په دغه هېواد کې يې خپل سفارت پرانيست. د ليپېډ له لوري په عربي اماراتو کې د اسرائيلو سفارت پرانېستل بې ساری اقدام بلل شوی او له دې سره دا لومړی ځل دی ...
Read More »د کرنې ریاست: هلمند کې د پستې څه باندې ۵۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي
دافغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به د همکارو موسسو او ځایي خلکو په همکارۍ په دې ولایت کې د پستې ۵۱۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي. دغه وزارت پرون سې شنبه (د چنګاښ ۸مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه ...
Read More »حنیف اتمر: د طالبانو نظام نه د موږ، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د وسله الو طالبانو د رژیم په څېر یو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی. حنیف اتمر، پرون سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه نېټه) له اریانا نیوز تلویزیون سره په مرکه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس