Home » 2021 (page 63)

Yearly Archives: 2021

امريکا کې د تور پوستي جورج فلويډ قاتل پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو

د امريکا په مينسوټا ايالت کې هغه سپين پوستی پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو، چې د جورج فلويډ په نوم تور پوستی ځوانان يې وژلی و. د مينسوټا ايالت قاضي پيټر کايل چې پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۴مه) يې ياده پرېکړه اوروله وويل، د ...

Read More »

طالبان؛ له مهالوېش سره سم بايد په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور صفر شي

وسله‌والو طالبانو د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې ويل شوي، ښايي د ولسمشر جوبايډن له لوري له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د اېستلو مهالوېش له پوره کېدو وروسته هم يو شمېر امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي. د وسله‌والو طالبانو د سياسي دفتر ...

Read More »

بايډن: پر نظامي مرستو سربېره په اقتصادي او سياسي برخو کې له افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو

د امريکا او افغانستان ولسمشرانو پرون د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۴مه) په سپينه ماڼۍ کې سره ولېدل او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوي څپرکي په پرانيستو يې خبرې وکړې. د امريکا ولسمشر جوبايډن په دغه لېدنه کې ډاډ ورکړ، که څه هم سرتېري به ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې په زور د طالبانو تحميلي حکومت ورته د منلو نه دی

د امريکايي بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه خپلو وروستيو څرګندونو کې يو ځل بيا د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې حساسيت په ډاګه کړی او ويلي يې دي چې د يادې ډلې له لوري په زور پر افغانستان حکومت کول په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. د ...

Read More »

نیوزیلینډ د ټست کرکټ لوبو نړیواله اتلولي وګټله

رویداد خبري آژانس

نیوزیلنډ د ټېسټ کرکټ سیالیو نړیواله اتلولي وګټله. دې پنځه ورځنۍ لوبې د انګلستان په سوت ایمپټن کې د باران له امله شپږ ورځې ونیولې. نیوزیلنډ په دې پایلوبه کې پرون چهارشنبې( د چنګاښ۲مه نېټه) هند ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې ...

Read More »

د اروپایي ټولنې مشران نن په خپله سرمشریزه کې پر یو شمېر مسایلو غږېږي

رویداد خبري آژانس

د اروپایي ټولنې مشران به خپله سرمشریزه کې چې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه نېټه) پیلېږي او دو ورځې به دوام وکړي. له روسیې سره د اړیکو د پاللو په اړه پر نوي ستراتیژي او د هنګري د همجنسپالانو او نورو جنسیتي اقلیتونو د نوي لانجمن قانون په اړه خبرې ...

Read More »

افغان ولسمشر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ امریکا ولاړ

رویداد خبري آژانس

 افغان ولسمشر محمد اشرف غني  په دوه ورځني رسمي سفر پرون ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي  په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري پرون چهارشنبې (د چنګاښ ۲مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني به د دې سفر ...

Read More »

د پاکستان مطرح ګوندونه د افغانستان سولې په اړه د اسلام‌اباد پر پاليسۍ نيوکه کوي

د پاکستان يو شمېر مطرح سياسي ګوندونو د افغانستان سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول او پاليسۍ شک څرکند کړی او زياته کړې يې ده چې په ياده برخه کې د پاکستان حکومت پاليسي نيمګړې ده. د يادو ګوندونو له ډلې د پاکستان پېپلز پارټۍ اندېښنه ښودلې، چې ...

Read More »

رامیز راجا: افغان کرکټ لوبډله پاکستان ته ماتې ورکولای شي

رویداد خبري آژانس

د پاکستان د کرکټ مخکېنی لوبغاړی او مبصر رامیز راجا اټکل کوي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکولای شي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ په سپټمبر کې درې پنځوس اوریزې او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي. ...

Read More »

قطر یو ځل بیا له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني مکالمه کې پر افغان سوله او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. قطري لخوا یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ...

Read More »