Home » افغانستان » په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې

په قطر کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې

په قطر کې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي خپلمنځي غونډه کړې او ویلي دي چې روان تاوتریخوالی پر بین الافغاني مذاکراتو منفي اغېز کوي.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او د سولې پر ټپه ولاړو مذاکراتو خبرې شوې دي.

 افغان پلاوي ویلي چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې خبرو ته زیان رسوي نو له همدې امله دواړو لورو ته په کار ده چې تر جګړې پر سولې تمرکز ډېر کړي.

 دوی همدا راز ټینګار کړی چې د سولې لپاره به خپلې هڅې ډېروي.

 دا غونډه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې مذاکرات په ټپه ولاړ دي. طالب لوری افغان حکومت ددې مذاکراتو د ځنډ لامل بولي خو حکومتي پلاوی بیا وایي چې طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او په مذاکراتو کې نرمښت نه ښيي نو ځکه خبرې په ټپه ولاړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...