د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ محمد نورخېلو سیمه کې د ۱.۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ولسي تړون ملي پرګرام له لوري د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د اوبو یو کانال چې ۱۸۷ متره اوږدوالی او ۵۵ متره محافظوي دېوال هم لري د رغېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولایت رسنیو دفتر له لوري په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دې کانال د رغېدو لس سلنه ونډه د پراختیایي شورا او پاتې نور یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول شوې ده چې له دې کانال څخه به د سیمې ٨٢ کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګټه واخلي.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې په راتلونکې کې به شااوخوا ١٥٠ جریبه کې کرنیزې ځمکې ته په سمه او منظمه توګه اوبه ورسیږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس