Home » افغانستان » ایران سره د سوداګریزو اړیکو او د توکو د کیفیت پر متقابل منلو خبرې شوې دي
ایران سره د سوداګریز

ایران سره د سوداګریزو اړیکو او د توکو د کیفیت پر متقابل منلو خبرې شوې دي

د ا.ا د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یو شمېر سوداګریزو او تخنیکي بنسټونو له مسوولانو سره لیدلي دي.

د معیار او کیفیت ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو لیدنو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د توکو پر معیاري کولو او د کیفیت د ارزونې د پایلو پر متقابل منلو خبرې شوې دي.

دغه راز، ا.ا پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولانو سره هم لیدلي او افغانستان ته د نفتي موادو د صادراتو پر وړاندې یې د شته ستونزو او د هغو د حل پر لارو چارو بحث کړی دی.

یاده اداره وايي، د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول، د توکو د کیفیت ډاډمنول او د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پراخول دي.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان نوموتی سندرغاړی؛ وحید صابري په ازبکستان کې ومړ

د افغانستان نوموتی سندرغاړی وحید ...