Home » افغانستان » لمریزه انرژي؛ د وارداتي برېښنا پر وړاندې د افغانستان د تکیې کمولو فرصت
لمریزه انرژي

لمریزه انرژي؛ د وارداتي برېښنا پر وړاندې د افغانستان د تکیې کمولو فرصت

سره له دې چې افغانستان، د څه باندې ۲۲۰ زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري، لا هم د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا واردوي. دغه هېواد هر کال د برېښنا واردولو لپاره څه باندې ۲۸۰ میلیون ډالره لګښت ورکوي؛ دې وضعیت د لمریزې برېښنا پراختیا هېواد لپاره په یوه اړین اقتصادي فرصت او د برېښنا د برابرولو په یوې اغېزناکې لارې بدل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) په کابل کې د «افغانستان د انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶» غونډه کې په کال کې د څه باندې ۳۰۰ لمرینو ورځو پر ظرفیت د ټینګار ترڅنګ د نوي کېدونکو انرژیو په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي او خلکو ته د دوامدارې برېښنا د لاسرسي د پراختیا غوښتنه کړې ده.
یاد سازمان ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د خپلو پروژو له لارې څه باندې ۵.۵ میلیون کسانو ته پاکې انرژۍ ته د لاسرسۍ زمینه برابره کړې خو لا هم د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه له دوامدارې برېښنا څخه بې برخې ده. دغه راز، یاد سازمان له ټوله‌ییزې شبکې څخه د خپلواکو لمریزو دستګاوو پراختیا او په ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو او د ښځو په بازارونو کې د برېښنا د ذخیره کولو بټرۍ نصبول په لرې پرتو سیمو کې د انرژۍ برابرولو لپاره عملي لارې بللې دي.
ورته مهال، د برېښنا شرکت په شپږو ولایتونو کې د نږدې ۸.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا د پروژو د پلي کولو خبر ورکړی دی. دغه‌راز، عزیزي ګروپ په غزني، کابل او پروان ولایتونو کې درې لمریزې پروژې چې ټوله‌ییز ظرفیت یې ۳۳۰ میګاواټه دی، پر مخ وړي. د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق‌پرست ویلي، اوس مهال افغانستان کې شاوخوا ۴۰ میګاواټه لمریزه برېښنا تولیدېږي او د دغه ظرفیت د ډېرولو لپاره هڅې روانې دي.
بلخوا، د اقتصادي چاروکارپوه عبدالظهور مدبر وایي چې د لمریزې برېښنا د تولید دستګاوو پراختیا کولای شي چې د افغانستان د برېښنا د پام وړ برخه برابره او پر وارداتي برېښنا تکیه راکمه کړي. د نوموړي په وینا، د تجهیزاتو لوړ لګښت، د مالي سرچینو کمښت او د برېښنا د لېږد شبکې کمزورتیا په دې برخه کې د پانګونې له اړینو خنډونو څخه دي. هغه ټینګار کوي چې د برېښنا د لېږد مزي پراختیا، د برېښنا د پېرلو روښانه هوکړه‌لیکونه او د برېښنا د زېرمه کولو بټریو کارول د دې انرژۍ د پراختیا زمینه برابرولای شي.
ورته مهال، سره له دې چې افغانستان کې د لمریزې انرژۍ پراخ ظرفیت شتون لري او په دې برخه کې د پانګونې ځینې پروژې پیل شوي خو بیا هم د زیربناوو پراختیا، د پانګونې جذب، د برېښنا د لېږد شبکې پیاوړتیا او د برېښنا د ذخیره کولو امکاناتو برابرول لا هم د دې برخې له بنسټیزو ننګونو څخه شمېرل کېږي؛ داسې ننګونې چې ورته رسیدنه لمریزه انرژي په دوامدارې برېښنایي سرچینې بدلوي او پر وارداتي برېښنا د هېواد تکیه کموي

راپور: رحیمه نعیمي
ژباړه: فوزیه حسن‌خېل

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي

د ا.ا د کورنیو چارو ...