افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې سپارښتنه کړې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس په اړه له اړوندو اداراتو سره جلسه لرله.
په دې جلسه کې پرېکړه شوې چې اړوندې ادارې دې ژر تر ژره د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره څلور کمپلکسونه جوړ کړي او تر څنګ یې دې د محصولاتو لپاره نړیوال بازاراونه پیدا کړل شي.
ولسمشر ویلي چې دمګړی د افغان محصولاتو بازارونه چین، هند، سعودي عربستان او ځینې اروپايي هېوادونه دي چې دا لړۍ باید نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس