د هند نوموتي ستوري شاهرخ خان نوی فلم پرون د سپټمبر په ۷ نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم چې جوان نومیږي، په خپل لومړۍ ورځ یې د پیسو ګټلو له امله ډېر ریکارډونه مات کړل.
دغه فلم چې د اتلي په لارښوونې جوړ شوی، په خپل لومړۍ ورځ یې څه باندې ۶۵ کروره هندي روپۍ بازار کړی دی.
تر دې وړاندې د شاهرخ خان بل فلم پټان دغه ریکارډ له ځانه سره درلود، چې په لومړۍ ورځ یې ۵۵ کروره هندۍ روپۍ ګټلې وې.
ویل کیږي، چې جوان تر اوسه دغه ریکارډونه په خپل نوم کړي دي:
* د فلم یو ملیون ټکټونه مخکې له مخکې خرڅ شوي.
* هند کې یې په لومړۍ ورځ ۶۵ کروړه روپۍ ګټلي.
* اټکل دی چې یوه اوونۍ کې له ۴۰۰ کروړه زیاتې پیسې ټولې کړي.
* اسټرالیا او امریکا کې لومړنی هندي فلم شو چې د اولې نندارې زیات ټکټونه یې وتلي او زیاتې پیسې یې ټولې کړې.
دغه فلم د شاهرخ خان او ګوري خان لخوا چمتو شوی او د ریډ چیلیز کمپنی لخوا جوړ شوی دی، چې په کې شاهرخ خان، نینتارا، ویجې سیتوپاتی او دیپیکا پدوکون په کې مرکزي رول لري. دغه فلم په درې ژبو اردو، تامیل او تیلیګو نندارې ته وړاندې شوی دی.
نوټ: یو کرور = لس ملیونه