Home » سیمه او نړی » ګوتریش له ایران او امریکا څخه غوښتي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي
ملګري ملتونه

ګوتریش له ایران او امریکا څخه غوښتي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې که څه هم په اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا تر منځ وروستۍ خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې، خو لا هم د دواړو لوریو تر منځ د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام هیله شته.

ګوتریش له ایران او امریکا څخه غوښتي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او د خبرو اترو له لارې د اعتماد فضا پیاوړې کړي. نوموړي ویلي چې روان وضعیت حساس دی او هر ډول ناسم ګام کولی شي د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښ کړي او پکار ده چې له زغم او احتياط څخه کار واخيستل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري به په راتلونکو پړاوونو کې رغنده او هدفمندې خبرې پر مخ یوسي، ترڅو متقابل لوري یوې عملي پایلې ته ورسېږي. هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه د دې بهیر ملاتړ کوي او تمه لري چې سیاسي حل به د کړکېچ د پای ته رسېدو لامل شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ټاکل شوی چې د ايران او امريکا ترمنځ مذاکرات نن ماښام پيل شي

د تسنیم خبري اژانس راپور ...