Home » سیمه او نړی » کینیا کې د مذهبي ډلې مشر د ۱۹۰ ماشومانو د وژنې په تور په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو
کینیا

کینیا کې د مذهبي ډلې مشر د ۱۹۰ ماشومانو د وژنې په تور په ۲۰۰ کاله بند محکوم شو

د کینیا یوې محکمې د نومبر په ۶مه د یوې مذهبي ډلې مشر پاول مکینزي د ۱۹۰ ماشومانو او یوه بل کس د وژنې په تور په ۲۰۰ کاله بند محکوم کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، مکینزي چې د «ګود نیوز انټرنېشنل چرچ» په نوم د یوې مذهبي ډلې مشري کوله او خپلو پلویانو ته یې ویلي وو چې د نړۍ تر پای ته رسېدو مخکې جنت ته د تلو لپاره باید ځانونه او ماشومان له خوړو محروم کړي. محکمې هغه ته د لوږې له لارې د وژنې په تور ۱۰۰ کاله او د قصدي وژنې په تور ۱۰۰ کاله نور بند سزا ورکړې ده.
د محکمې د معلوماتو له مخې، د مکینزي پلویانو هغه کسان ګواښل او وهل چې د لوږې اعتصاب یې نه مانه، د دغو قربانیانو جسدونه د کینیا د ساحلي سیمې مالینډي ښار ته څېرمه د شاکاهولا په ځنګل کې له ډله‌ییزو قبرونو او نورو ځایونو موندل شوي‌دي.
په دې قضیه کې د مکینزي ۲۸ نور ملګري هم مجرم پېژندل شوي او له ۱۰ تر ۱۶۰ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي. مکینزي د وژنو تورونه رد کړي، خو محکمې یې دفاع نه ده منلې. د هغه مدافع وکیل ویلي چې د محکمې د پرېکړې پر ضد به استیناف وکړي.
د معلوماتو پر بنسټ دا قضیه په ۲۰۲۳ کال کې هغه مهال نړیواله رسوا شوه چې پولیسو د شاکاهولا په ځنګل کې د جسدونو موندل پیل کړل. د کینیا د بشري حقونو ملي کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغه ځنګل کې ټولټال ۴۴۸ جسدونه موندل شوي او لا هم د ځینو قربانیانو هویت نه دی معلوم.
د يادونې وړ ده چې مکینزي په یوه بله جلا قضیه کې هم د ۵۲ کسانو د مړینې له تور سره مخ دی؛ له همدې امله د دغو پېښو د قربانیانو احتمالي شمېر نږدې ۵۰۰ کسانو ته رسېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خلیلزاد: افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو ډېر پخوا موجود و

د افغانستان د سولې په ...