Home » افغانستان » خلیلزاد: افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو ډېر پخوا موجود و
خلیلزاد

خلیلزاد: افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو ډېر پخوا موجود و

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چوهدري هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې افغانستان یې بې‌دولته هېواد بللی دی.

خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان د پوځ ویاند په پاروونکې او دښمنانه ژبه ویلي، چې «افغانستان دولت نه دی»، خو د نوموړي دا ادعا د نړیوالو حقوقو له مخې ناسمه ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه دولت په توګه شتون درلود.

هغه دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ د ویاند د ادعا په غبرګون کې کړې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مارکو روبیو د افغان ملکي وګړو پر وړاندې د پاکستان د بریدونو دفاع کړې

د امریکا د بهرنیو چارو ...