Home » دسته‌بندی نشده » پوتین: د افغانستان وضعیت د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان تر څارنې لاندې دی
پوتین

پوتین: د افغانستان وضعیت د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان تر څارنې لاندې دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان وضعیت د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) د غړو هېوادونو د بهرنیو پولو د امنیت پیاوړتیا په چوکاټ کې په ځانګړې توګه تر څارنې لاندې دی.

پوتین دا څرګندونې د نومبر په ۱۱مه په مسکو کې د دغه سازمان د ډله‌ییز امنیت شورا په غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د نشه‌يي توکو له قاچاق او ناقانونه کډوالۍ سره مبارزه هم د دغه سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د روسیې ولسمشر همدارنګه د بیولوژیکي امنیت د ټینګښت او د خطرناکو ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د غړو هېوادونو د همکاریو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونه: ۲.۲ میلیارده وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

ملګرو ملتونو په خپل تازه ...