د ا.ا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني، ازبیکستان ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د اندیجان ولایت له والي سره وکتل او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې یې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اندیجان والي له افغانستان سره د همکاریو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې د اصلاح شویو مالوچو دوه ټنه تخمونه، د کبانو د روزنې او تولید د پراختیا لپاره یو ټن کبان او پر لس جریبه ځمکه د څاڅکي اوبولګولو سیستم تجهیزات به برابر کړي.
وزارت زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د تخنیکي، سوداګریزو او پانګونېزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس