د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۳۱مې نړیوالې سرمشریزې (COP31) په څنډه کې د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د یوه پاک، عادلانه او خوندي نړۍ د جوړولو لپاره له شته فرصت څخه ګټه واخلي.
ګوټرېش ویلي، تاریخ نړۍ ته د پاکو اقتصادونو، عادلانه ټولنو او خوندي نړۍ د جوړولو یوه مهمه موقع برابره کړې او بدلون راوستل شوني دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اقلیم موضوع یوازې د چاپېریال ساتنې پورې محدوده نه ده، بلکې دوامدار پرمختګ، سوله، امنیت او د انسان کرامت هم ورسره تړلي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس