د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ليدنه ترسره کوي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له خنډونو سره مخ دي او قطر هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام او د جګړې د پای ته رسولو پر شرایطو د واشنګټن او تهران ترمنځ اختلافونه راکم کړي.
ټرمپ ویلي، که له ایران سره پیاوړې هوکړه وشي، پر دغه هېواد د نویو بریدونو احتمال به ډېر کم وي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې د پوځي عملیاتو د بیا پیل په صورت کې به د ایران نور بنسټيز جوړښتونه هم په نښه کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس