د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې (CIS) سرمنشي ویلي چې د افغانستان منزوي کول د اوراسیا د امنیت لپاره یوه ناکامه تګلاره ده.
سرګي لیبیدیف، د «پریماکوف لوستونو» غونډې پر مهال ویلي، چې افغانستان باید د اوراسیا په اقتصادي او ټرانزیټي پروژو کې شامل شي.
د هغه په وینا، اوسنی جیوپولیټیک وضعیت د CIS له غړو هېوادونو غواړي چې خپلې هڅې لا زیاتې همغږې او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره مخکینۍ تګلاره خپله کړي.
لیبیدیف ويلي: «موږ ښه پوهېږو چې د کابل منزوي کول یوه بنبست ته رسېدلې لاره ده. د سیمې امنیت د افغانستان له ګډون پرته په اوراسیایي اقتصادي او ټرانزیټي پروژو کې ناشونی دی. د CIS غړي هېوادونه د افغانستان له اوسنیو واکمنو چارواکو سره عملي او واقعبینانه خبرې کوي او هغوی هڅوي چې د داعش سره جدي مبارزه وکړي.»
د مالوماتو پر بنسټ، اوس مهال د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنه لس غړي لري چې روسیه، بلاروس، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان، ارمنستان، تاجکستان، ترکمنستان او مالدووا پکې شامل دي، چې پخوا جورجیا او اوکراین د يادې ټولنې غړي وو خو او له دې ټولنې وتلي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس