Home » سیمه او نړی (page 37)

سیمه او نړی

ایران: سبا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کیږي

ایران: سبا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کیږي ایراني رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې سبا(دوشنبه ۹ د زمري) د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم ترسره شي. رسنیو د ایراني چارواکو له قوله ویلي چې د یادو مراسم لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول ...

Read More »

اردغان:ښایي د فلسطینیانو د مرستې لپاره اسرائیلو ته ورشو

راپورونه وایې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادوغان د یکشنبې په ورځ (د اسد ۷ مه) ویلي، ښايي د اسرائیلو په مقابل کې د فلسطينيانو مرستې ته ورشي. اردغان په ټینګار سره ویلي لکه څرنګه چې هیواد یې په تیرو وختونو کې د لیبیا او نگرونی قره ‌باغ په ...

Read More »

د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې له افغانستان سره غوره همکاري وکړي

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر نوی مشر ایډوین سینیزا سلاودر وايي، د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د دغه سازمان همکاري او همغږي به لا ښه شي. د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې ...

Read More »

اسراییل او حزب الله یو پر بل بریدونه کړي

د لبنان په جنوب کې د اسراییلو له هوایي برید څو ساعته وروسته چې د حزب الله ډلې درې غړي پکې ووژل شول، اسراییلو اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ د زمري په شپږمه د اسراییلو تر کنټرول لاندې د ګولان په لوړو کې د حزب الله د راکټي ...

Read More »

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوماندې کاملا هریس د اوباما ملاتړ

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او مېرمن یې میشل اوباما د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند نوماندې په توګه د کاملا هریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ښودل کېږي اوباما او مېرمن یې د ملاتړ څرګندونه د ...

Read More »

هند افغانانو ته د ویزو ورکول بیا پیل کړل

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو ځل بیا یې افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر پیل کړی دی. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، رندهير جيسوال پنجشنبه د زمري په ٤مه، په يوه خبري ناسته کې دا خبر تاييد کړی او زياته يې کړه، چې ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: موږ له افغانستان څخه د ایستل‌شویو کسانو شمېر نه شو تاییدولی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست پرون (چهارشنبې د اسد ۳مه) په یو راپور کې ویلي، دوی د هغو کسانو شمېر نشي تاییدوی چې د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه بهر ته لېږدول شوي دي. دی تایید امریکا د ...

Read More »

اوکراین له روسیې سره د مسکو د «ښه نیت» په شرط خبرې کړې

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، ډمیټرو کولبا په ګوانګ ‌ژو ښار کې له خپل چیني سیال سره په کتنه کې ویلي چې اوکراین له روسیې سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو په دې شرط چې دا هېواد په «ښه نیت» خبرې پيل کړي.د هغه په وینا چې تر ...

Read More »

امریکايي یهودانو د «پرېږدئ چې غزه ژوندۍ پاتې شي» په شعار سره لاریونونه وکړل

د غزې د جګړې ضد کسانو د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له وینا یوه ورځ مخکې د امریکا په کانګرس کې د زمري په ۲مه لاریون وکړ. د امریکا د کانګرس پولیسو په دې تړاو څو تنه نیولي دي. نتانیاهو د دوشنبې په ورځ ناوخته واشنګټن ته ورسید ...

Read More »

اروپايي ټولنه کې په پلان شویو انټرنټي جرمونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د اروپا د پولیسو (یورو پل) د یوې ارزونې په پایلو کې د پلان شویو انټرنټي جرمونو لکه، سایبري بریدونه، درغلي او په ماشومانو باندې جنسي تېري په ځانکړې توګه د اورپایي ځوانانو په منځ کې خبر ورکړی دی. د تاگس شاو ورځپاڼې د راپور له مخې سایبري بریدونه، درغلي ...

Read More »