د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې د یو ماین چاودنې پرمهال شپږ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه هیواد د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې، ماین چاودنه(سه شنبه،۲۷د لېندۍ)د خیبرپښتونخوا په «دېره اسماعیل خان»سیمه کې رامنځته شوې چې، پرمهال یې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دې پوځيانو په سیمه کې د پولیو واکسین کارکوونکو د ساتنې مسوولیت پر غاړه درلوده.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په پاکستان کې ډير کله د دا ډول پېښو مسولیت ټي ټي پي پر غاړه اخلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس