Home » سیمه او نړی (page 117)

سیمه او نړی

د بلوچستان په کووټه کې تازه چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې

د پاکستان بلوچستان ايالت په مرکز کووټه کې تازه چاودنه شوې او د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې شپږو کسانو ته چې عام وګړي دي، مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي چې چاودنه نن شنبه له غرمې وروسته د کووټې نوي کلي اړوند سيمه کې شوې ده. ...

Read More »

باجوړ کې پر پاکستاني پوليسو چاودنه شوې او درنه مرګ ژوبله يې اړولې

د باجوړ ايجنسۍ ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په ياده ايجنسۍ کې نن شنبه د (لړم په ۲۲مه) د راغګان بند د ساتنې پر پوليسو بمي چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. چارواکو رسنيو ته ويلي، چاودنه د ريموټ کنټرول بم په وسيله شوې چې په ترڅ ...

Read More »

امريکا: هوثيان دې په يمن کې د امريکا سفارت خالي او کارکوونکي دې يې خوشي کړي

تېره اونۍ هوثي وسله‌وال د يمن پلازمېنې صنعا ښار ته له داخلېدو سره سم، په دې ښار کې د امريکا سفارت ودانۍ ته ننوتل او د دغه سفارت يو شمېر کارکوونکي يې يرغمل کړل. د امريکا بهرنيو چارو وزارت بيا له يادو وسله‌والو غوښتي چې ژر تر ژره د امريکا ...

Read More »

معيد يوسف: د افغانستان او هند استخباراتو په ګډه تحريک طالبان پاکستان ته امکانات ورکول

د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف ادعا کوي چې د افغانستان او هند استخباراتو په ګډه د ډيورنډ له کرښې پورې غاړه فعالي تحريک طالبان پاکستان يا TTP ته امکانات ورکول. نوموړي له ډان پاکستانۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، په وزيرستان کې د ضرب عضب له ...

Read More »

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ميانمار کې ژر تر ژره د تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون ناوخته د (لړم په ۱۹مه) د يوې خپرې کړې اعلاميې له لارې په ميانمار کې پر روان وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد پر پوځ او مخالف لوري يې د تاوتريخوالي درولو غږ کړی دی. د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اعلاميه ...

Read More »

د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې بند پاتې ګډوالو يوه برخه يې افغانان دي

پولنډ له بلاروس سره پر پوله دې هېواد ته د ګډوالو له ور اوښتو د مخنيوي په موخه د سرتېرو شمېر زيات کړی دی او دا مهال په د دواړو هېوادونو ترمنخ ۲ زره ګډوال چې غواړي پولنډ ته واوړي، په پوله کې بند پاتې دي. ځينو نړيوالو رسنيو راپور ...

Read More »

د نوبل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ واده شوه

د ماشومانو د زده‌کړو د برخې فعاله او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د واده کېدو خبر ورکړی دی. نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې د واده انځورونه هم خپاره کړي دي. ملالې له خپلو انځورونو سره لېکلې چې واده يې د سې‌شنبې د (لړم په ۱۸مه) ...

Read More »

د نېجر په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې له امله ۲۶تنه زده‌کوونکي وژل شوي

د نېجر هېواد په يوه ښوونځي کې د اور لګېدنې پېښې له امله، لږ تر لږه د ښوونځي ۲۶ تنه زده‌کوونکي وژل شوي دي. پېښه پرون دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) د دغه هېواد مارادي ښار کې رامنځته شوې ده. د فرانسې خبري اژانس د دغه ښار د ښاروال چايبو ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د چاودنې له امله پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د شمالي وزيرستان ځايي چارواکي خبر ورکوي چې نن يک‌شنبه د (لړم په ۱۶مه) د پاکستاني پوځيانو پر موټر درنه چاودنه شوې او په کې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د چارواکو په خبره چاودنه د شمالي وزيرستان اړوند په ګړيوم سيمه کې د خښ شوي ماين له امله ...

Read More »

د عراق لومړی وزير د ترور له هڅې ژوندی وتلی

د عراق وسله‌والو ځواکونو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د لومړي وزير مصطفی الکاظمي پر کور د بې‌پيلوټه الوتکې بريد شوی، خو نوموړی له يادې پېښي ژوندی وتلی دی. که څه هم تر اوسه د الکاظمي د ټپي کېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو روېټر خبري ...

Read More »