په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي د نوموړي سازمان د امنيت شورا وروستۍ ناستې پرمهال، د اوکراين په بوچا ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه وغندله، اوس دې هېواد اعلان کړی چې له روسيې سره به سوداګري ثابته ساتي.
د هند بهرنيو چارو وزير اېس جيشنکر پرون چهارشنبه د (وري په ۱۷مه) د دې هېواد پارلمان ته په خبرو کې ويلي، په اوسمهال روسيه د سوداګرۍ په برخه کې د هند يو له پيچلو ملګرو دی او په خبره يې حکومت داسې هڅې کوي، چې پر بنسټ يې له دې هېواد سره د هند سوداګريزه راکړه په خپل عادي حالت کې وساتي.
د هند او روسيې ترمنځ سوداګري تر ډېره پر نظامي همکاريو ولاړه ده او په ملکي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت، په کلنۍ توګه ۹ مېليارد ډالر ده.
هند تل ټينګار کړی چې په اوکراين کې روان تاوتريخوالی دې د خبرو له لارې کم او پای ته ورسېږي. په دې وروستيو کې د اوکراين په بوچا ښار کې د ملکي وګړو د وژلو له امله، پر روسيې نېوکې او فشارونه زيات شوي دي؛ خو روسيې ويلي چې ځواکونو يې په ياده سيمه کې هېڅ ملکي وګړی نه دی په نښه کړی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس