Home » سیمه او نړی (page 119)

سیمه او نړی

اردوغان له ترکيې د لسو هېوادونو د سفيرانو شړلو پرېکړه اعلان کړې

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرېکړه کړې چې د امريکا، جرمني او فرانسې په ګډون دې د لسو هېوادونو سفيران ژر تر ژره له ترکيې ووځي. په دې پرېکړه کې د امريکا، فرانسې، فنلنډ، نيوزيلنډ، جرمني، هالنډ، ناروې، سوېډن، کاناډا او ډينمارک هېوادونو سفيران شامل دي. اردوغان په خپلو ...

Read More »

نن د ازبکستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره راوتلي

په ازبکستان کې نن يک‌شنبه د (لړم په ۲مه) خلک راوتلي څو په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو له لارې نوی ولسمشر وټاکي. د ازبکستان په دې پړاو ولسمشريزو ټاکنو کې اوسني ولسمشر شوکت ميرضيايف هم نوماند او داسې اټکل کېږي چې ښايي نوموړی د ازبکستان دغه پړاو ولسمشريز ...

Read More »

د پولنډ په ګڼو ښارونو کې ښځو د ماشوم ضايع حق ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه وکړل

د پولنډ په ګڼو ښارونو کې زرګونه ښځې د محکمې هغې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه واټونو ته راووتې چې له مخې يې د ماشوم ضايع کول ناقانونه بلل شوي دي. که څه هم پولنډ محکمې دغه پرېکړه يو کال وړاندې کړې، خو د دغه هېواد واټونه ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې قبايلي ضلعې په مرکز ميرانشا کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته سخته نښته شوې ده. د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې په ...

Read More »

پاکستان کې پر تاوتريخوالي د لاريون اوښتو له امله لاريونوال او پوليس وژل شوي

پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هېواد پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د لاريون پرمهال د تحريک لبېک مذهبي ډلې او پوليسو ترمنځ تاوتريخوالی شوی دی. د تحريک لبېک ډله وايي، کلونه کېږي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او پلويان يې محبور شوي چې ...

Read More »

اروپا د روسيې حکومت مخالف سياستوال اليکسي نوالني ته جايزه ورکوي

د اروپا پارلمان اعلان کړی چې د روسيې حکومت او د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين سرسخت مخالف اليکسي نوالني د سخاروف جايزې چې د بشري حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې د اروپا تر ټول لويه جايزه ده، ګټونکی دی. د جايزې ګټونکي په توګه د نوالني ...

Read More »

باجوړ کې چاودنې څلور پاکستاني پوځيان وژلي

د قبايلو په باجوړ اېجنسۍ کې د پاکستان پر پوځ او پوليس غبرګې چاودنې شوې چې پوازي په يوه چاودنه کې ۴ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د ځايي چارواکو خبره لومړنۍ چاودنه پرون د چهارشنه د (تلې په ۲۸مه) مازدېګر مهال د باجوړ په بانډه‌ګۍ سيمه کې د ...

Read More »

هند کې د سېلابونو راوتو له امله لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه شوي

په هند کې له څو ورځو را په دېخوا د سختو بارانونو له امله سېلابونه را وتلي چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې خلکو ته ځاني زيانونه هم اړولي دي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د يادو سېلابو په نتيجه کې ۳۴ تنه مړه شوي او دغه ...

Read More »

د عربي اماراتو په صنعتي ښار جبل علي په يوه کار ځای کې اور لګېدلی

العربيه ټلوېزيون خبر ورکړی چې د عربي متحده امارتو ستر صنعتي ښار جبل علي په يوه کار ځای کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. که څه هم د دې ټلوېزيون په راپور کې د اوښتي مالي زيان په اړه څه نه ويل شوي، خو ويل شوي دي چې اورلګېدنې زياته ...

Read More »

بلاروس حکومت له خپل هېواد د فرانسې سفير وشړه

بلاروس حکومت په دې هېواد کې د فرانسې سفير ته د نن دوشنبې تر ورځې مهلت ورکړی و څو له بلاروس ووځي او بېرته خپل هېواد ته ورستون شي. چارواکو د دغه کار لامل د فرانسې سفير له لوري، د وبلاروس ولسمشر الکسانډر لوکاشينکا ته د خپلې اعتبارنامې نه وړاندې ...

Read More »