Home » سیمه او نړی (page 10)

سیمه او نړی

له مصر او اسراییل پرته امریکا له ټولو هېوادونو سره بهرنۍ مرستې بندې کړې

متحده ایالاتو جمعه (د سلواغې پنځمه) مصر او اسراییلو ته د خوراکي توکو او نظامي بودیجې پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو مرستې بندې کړې دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په یو یاداشت کې ددغه وزارت کارکوونکو ته ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجنډا ...

Read More »

لاس انجلس کې نوې اورلګېدنه وشوه

د لاس انجلس په شمال کې یوې نوې اورلګېدنې د امریکا چارواکي اړ کړل چې تر چهارشنبې د سلواغې تر ۳مه پورې د زرګونو خلکو د وتلو امر وکړي. د کاسټیک جهيل ته نږدې د غونډیو په لمنو کې اورونه په چټکۍ سره خپاره شول، چې په دوو ساعتونو کې ...

Read More »

د ناروې شورا: د امریکا د مرستو ځنډېدل به په افغانستان کې زیانمن کسان نور هم اغېزمن کړي

د ناروې د کډوالو شورا مشر خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو ځنډول به په افغانستان کې زیانمنو په ځانګړې توګه ښځو او بې ځایه شویو کسانو ته د مرستو پر بهیر ناوړه اغېز وکړي. د ناروې د کډوالو د شورا ...

Read More »

ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې پر ټینګښت ټینګار کړی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ګواښ کړی چې که له اوکراین سره د سولې موافقه ونه کړي، نو اضافي بندیزونه به پرې ولګوي. ټرمپ پرون (سه شنبې، د سلواغې ۲مه) په سپینه ماڼۍ کې دا څرګندونې وکړې او د چین د ولسمشر، شي جین ...

Read More »

د ټرمپ لخوا امریکا ته د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شول

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د بیا میشت کېدو د یوې ادارې مسوولینو (دوشنبې د سلواغې لومړۍ نېټه) ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د یوې پرېکړې له امله د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شوي دي. هغوی چې پروازونه یې لغوه ...

Read More »

نایجیریا کې د تېلو د ټانکر د چاودنې په پېښه کې۷۰ کسان مړه شول

د نایجیریا چارواکي وايي چې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۷۰کسان مړه شوي دي. د نایجیریا په دیکو ایالت کې د پټرولو یو ټانکر چپه شو او خلکو ترې تېل وړل چې چاودنه وشوه او ګڼ شمېر خلک پکې مړه شول. د راپور له مخې د نایجیریا د بېړنیو ...

Read More »

ټرمپ له ا.ا وغوښتل چې په افغانستان کې د امریکا پاتې تجهیزات بېرته ورکړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ا.ا څخه غواړي چې په افغانستان کې له امریکا پاتې شوي تجهیزات د بېرته وروسپاري. ټرمپ تر لوړې یوه ورځ مخکې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د دوی د پوځ میلیارډونه ډالره شتمني ا.ا ته ورکړل ...

Read More »

رینا امیري: نن مې د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د ماموریت وروستۍ ورځ ده

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري نن (دوشنبې، د سلواغې لومړۍ نېټه) پر اېکس لیکلي چې نن یې د دندې وروستۍ ورځ ده او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې ...

Read More »

نن د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند عملي کېدل پيلېږي

د حماس او اسراییلو ترمنځ په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو هوکړه به نن (یکشنبې، د مرغومي ۳۰مه) د یو شمېر برمته شویو او بندیانو په خوشې کولو پلې شي. د راپورونو له مخې، د دغه درې پړاویزې هوکړې په لومړي پړاو کې به د ...

Read More »

افریقا کې د کډوالو د کښتۍ چپه کېدو په پېښه کې څه باندې ۴۰ پاکستانیانو ژوند بایللی

د لویدېځې افریقا په اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ چپه‌ کېدو له امله ۵۰ کسان ډوب شوي، چې له ۴۰ ډېر یې پاکستاني اتباع ښودل شوي دي. د هسپانیې د کډوالو یوې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې ټول ۸۰ کسان سپاره و او د کنري ټاپوګانو ته ...

Read More »