د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د کوکنارو پرکښت له بندیز وروسته په دغه ولایت کې د غنمو کښت زیات شوی دی.د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، چې سږکال پر نږدې ۸۷ زره ...
Read More »د افغانستان بانک ۱۵ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي
د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د شنبې په ورځ د روان کال د وري په ۱۹مه، (۱۵) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري. دغه بانک رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ...
Read More »د روسیې دویم ستر بانک تېر کال له اووه میلیارد ډالرو ډېر تاوان کړی
د روسیې دوهم ستر بانک VTB وایي، په ۲۰۲۲ کال کې یې اووه میلیارده اوو سوه میلیون ډالره تاوان کړی دی. VTB د روسیې یو له لومړنیو بانکونو څخه دی، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله د SWIFT له نړیوال سېستم څخه وتلی دی. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د VTB بانک ...
Read More »په میدان وردګو کې ۶۷۸ اړمنو کسانو د کار زمینه برابره شوې ده
د میدان وردګو ولایت په جلریز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د ١٦ کانالونو پاکولو کار پیل شوی دی. د ميدان وردګ ولايت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د نړیوال بانک په مالي مرسته، د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له خوا او د ...
Read More »ایران ته ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته مسترد شوي
د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په تېرو څو ورځو کې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې يې ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند ...
Read More »افغانۍ د ۹ غوره پولي واحدونو په ډله کې راغلې
د افغانستان بانک وايي، په وروستي یوه کال کې ۳ میلیارده ۱۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شوي او په همدې کال کې ۱ میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ توزېع او مندرس بانک نوټونه هم راټول شوي دي. د دغه بانک د پولي سیاست مشر احمد ...
Read More »روسیې پولنډ ته د ‘دروژبا’ نل لیکې له لارې د تېلو لېږد بند کړی
پولنډ وايي، روسیې د دروژبا پایپ لاین له لارې يې دغه هېواد ته د تېلو رسول بند کړي دي. د پولنډ د پي کې این اورلین چڼځای اجرایوي رییس ډینیل اوبیټیک د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې شرکت به د دې تشې ډکولو لپاره بدیل سرچینې ...
Read More »له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې؛ د څه باندې ۳۸ ملیونو ډالرو په ارزښت د مرسته یوه چوپه کابل ته را ورسیده
له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو ۳۸.۵ ټنه یوه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او درمل په کې شامل وو، پرون کابل ته را ورسېده.د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې را رسېدلې مرستې به اړوندو وزارتونو او ادارو ته تسلیم شي څو یې په ...
Read More »د افغانستان بانک سبا ۱۴ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا د چهارشنبې په ورځ ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې ...
Read More »په هېواد کې لسګونه بهرنيو پانګه والو ته د پانګونې جوازونه ورکړل شول
د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکو ويلي چې د ا.ا له بيا واکمنېدو راهيسې تر دې مهاله يې ۱۵۰ بهرنيو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې جوازونه ورکړي دي. د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز د سوداګرۍ وزارت د وياند عبدالسلام اخندزاده له قوله ويلي چې ياد ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس