Home » اقتصادی (page 11)

اقتصادی

اسیا پراختیايي بانک تېر کال افغانستان سره ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

د اسیايي پراختیايي بانک ویلي چې دغه بانک په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره څه باندې ۴۰۰ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده. په یاد راپور کې راغلي چې دغه مرستې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې لګول شوې دي. د اسیايي پراختیايي بانک په‌دې راپور ...

Read More »

د ډبرو له سکرو او ګازو څخه به ډیر ژر د بریښنا د تولید فابریکه جوړه شي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې یې له خصوصي شرکت سره د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ. د چارواکیو په وینا، چې دغه هوکړه لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو ...

Read More »

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته رسیدلي دي

د ازبکستان محلي رسنیو راپور ورکړی چې څه باندې ۱۸۵ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لیږلي دي. په مرستو کې ۴۸ ټنه یې اوړه او غنم، نږدې ۱۶ ټنه نباتي غوړي، ۲۴ ټنه بوره او نور خوراکي توکي شامل دي. د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ...

Read More »

تېر کال له پکتيا څخه د لسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، چې تېر کال يې بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته د ۱۵۰ ميلیونو ۳۴۵ زرو او ۵۳۵ ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئيس وویل، چې د خرلاچي “پټان” بندر له لارې بهرنیو هېوادو ته ...

Read More »

پکتیا کې دوه سترې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ۱۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت دوه ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د ګردېز ښاروال وويل، چې د ښاروالۍ پراختيايي بوديجې په لګښت مرکز ګردېز کې کرماشي دوه سړک د ۵۵۵ مترو په اوږدوالي ...

Read More »

قزاقستان اړمنو افغانانو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي

قزاقستان د افغانستان اړمنو خلکو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي. د قزاقستان د صدراعظم مطبوعاتي دفتر ویلي چې تر ۵۴۰۰ ټنو زیاتې بشري مرستې د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلي او د قزاقستان پلاوي همدارنګه کابل ته د دارو درمل محمولې هم له ځانه سره وړې دي. ...

Read More »

فراه کې د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ شوي

په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له لوري پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د څاړې (توغدارې) مرغانو په ګډون د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ کړي دي. په یوه کمپ کې د څاړو د روزنې او تولید د برخې ډاکټر عبدالکریم احسان ...

Read More »

پاکستان کې د تېلو بیې نورې هم لوړې شوي

د پاکستان مالیې وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد کې یې د پېترول بیه لس روپۍ نوره هم لوړه کړې ده. له دې سره پاکستان کې د یوه لیټر پېټرول بیه د ۲۸۲ روپیو ریکارډ‌ کچې ته ختلې.‌ د پاکستان مرکزي حکومت یوازې روان کال تر دې دمه د پېترول ...

Read More »

د پکتیکا په دریو ولسوالیو کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پيل شول

د پکتیکا د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریاست وايي، د دغه ولايت په ډيله، نکه او زيړوک ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبكي غږيز او انټرنيټي خدمات پیل کړل. د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې لا هم د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې ...

Read More »

هلمند کې نږدې ۲۳۶ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۷ پراختیايي پروژې پیلېږي

د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۷ پراختیايي پروژو د پيلېدو خبر ورکړی دی. د لښکرګاه ښاروال عبدالله روحاني وايي، چې د دغه ښار په ۸ ناحیو کې د ۲۳۵ میلیونه ۸۱۴ زره ۴۰۹ افغانیو په لګښت ۱۷ پراختیایي پروژې  د ښاروالۍ له لوري پیلېږي. هغه زیاته ...

Read More »