سره له دې چې افغانستان، د څه باندې ۲۲۰ زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري، لا هم د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا واردوي. دغه هېواد هر کال د برېښنا واردولو لپاره څه باندې ۲۸۰ میلیون ډالره لګښت ورکوي؛ دې وضعیت د لمریزې برېښنا پراختیا ...
Read More »ننګرهار کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر ۲۱۵۳ جریبه ځمکه ممپلي کرل شوي، چې د اټکل له مخې به ترې شاوخوا ۱۱۱۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي. مسوولینو همداراز ويلي چې د ممپلیو د کښت د پراختیا او ...
Read More »وروستي ورښتونه؛ د اوبو د سرچینو لپاره یو فرصت او د بزګرانو کرنیزو فعالیتونو لپاره ننګونه
د هېواد په ځینو سیمو کې وروستیو ورښتونو د اوبو د سرچینو پیاوړتیا او د کرنیز وضعیت ښه کېدو لپاره هیلې رامنځته کړې؛ خو د دې فرصتونو ترڅنګ د ورښتونو شدت او په نامناسب وخت کې ورېدنه په ځینو سیمو کې کرنیزو ځمکو او د بزګرانو حاصلاتو ته زیانونه اړولي ...
Read More »ملا برادر د جوزجان د یتیمتاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې
د ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د جوزجان ولایت د یتیمتاق د ګازو له سیمې لیدنه کړې او د ګازو د استخراج او پروسس بهیر یې له نږدې څارلی دی. د افغان ګاز دولتي شرکت د مسوولینو په وینا، اوس مهال په یتیمتاق سیمه کې اووه څاهګانې ...
Read More »کندهار کې د مسافروړونکي ترمینل چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې
د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار ولایت په باغ پل سیمه کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري مسافروړونکي ترمینل د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي. دغه وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په یاد ترمینل کې د مسافرو او ...
Read More »UNHCR: په څه کم درېیو کلونو کې شپږ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېسارۍ (UNHCR) په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر شپږ میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. دغه اداره وايي، دا د معاصر تاریخ له پلوه د بېرته ستنېدو بېساری بهیر دی. د UNHCR او UNDP مشران خبرداری ورکوي چې د ...
Read More »پنځه کاله وړاندې؛ په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسېد
نن، د اګسټ ۳۱مه، له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده؛ هغه ورځ چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېد. امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې د سپټمبر د ۱۱مې ...
Read More »ایران د ختیځ ـ لوېدیځ ترانزیټي دهلېز د پراختیا ستراتیژیک چوکاټ تصویب کړ
د ایران د ملي ترانزیټ شورا، چې مشري یې د دغه هېواد لومړی مرستیال محمدرضا عارف کوي، د ختیځ ـ لوېدیځ ترانزیټي دهلېز د پراختیا لپاره ستراتیژیک چوکاټ تصویب کړی دی. په دې طرحه کې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژه د دهلېز له مهمو برخو څخه بلل ...
Read More »مجاهد: اقتصاد وزارت د افغانستان د پنځه کلنې انکشافي ستراتیژۍ طرحه جوړه کړې
د ا.ا وياند ذبیحالله مجاهد، د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې » د دویمې ناستې پر مهال د ۱۴۴۷ کال د اقتصاد وزارت د لاسته راوړنو په برخه کې وویل، چې دغه وزارت په روان کال کې د افغانستان پنځه کلنه انکشافي ستراتیژي جوړه کړې، چې د ا.ا د ...
Read More »د افغانستان د غالیو په صنعت کې نږدې یو میلیون کسان پر کار بوخت دي
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د افغانستان د غالیو په صنعت کې نږدې یو میلیون کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول بوخت دي.د یاد معاونیت په وینا، ا.ا د لاسي صنایعو، په ځانګړې توګه د غالیو صنعت ته د ودې او پراختیا لپاره ځانګړې پاملرنه کړې ده. د اقتصادي معاونیت ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس