Home » اقتصادی (page 12)

اقتصادی

کاناډا د بېلاروس پر یو شمېر لویو بانکونو بندیزونه ولګول

کاناډا د بېلاروس پر ملي بانک او د دغه هېواد پر اتو نورو لویو بانکونو بندیزونه ولګول. دوی د دغو بندیزونو لامل د اوکراین په جګړه کې د بېلاروس له خوا د روسیې ملاتړ ښودلی دی. که څه هم خپله بېلاروس اوکراین ته پوځیان نه دي لېږلي، خو د بېلاروس ...

Read More »

د ځمکنیو توتانو کرکیله او حاصلات په هېواد کې زیات شوي دي

چارواکي وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو حاصل ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدلی دی. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، بلخ د ۱۲۵ مټریک ټنو تولید او ۲۵ هکټاره کرکیلي سیمې په درلودلو سره تر ټولو ډېر تولید لري. سرچینې زیاته کړې چې کابل، هرات، تخار، دایکنډي، خوست، ننګرهار، او نیمروز هغه ولایتونه دي، چې په کې ډېر ځمکني توتان کرل کېږي. د کرنې وزارت د شمېرو له مخې تېر کال په ۱۱۸ هکټار ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي وو، چې حاصلات یې ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدل. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو د کرکیلې سیمه پراخه کړي.

Read More »

د بریټانیا اقتصاد په اړه د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه

د پیسو نړیوال صندوق وړاندوېینه کړې چې په روان میلادي کال کې به د بریتانیا اقتصادي وده د نړۍ له ټولو لویو اقتصادونو بدتره وي. د دغه نړیوال بنسټ د اټکل له مخې، د بریتانیا اقتصادي وضعیت به د جي ۲۰ ډلې د ټولو ۱۹ غړو پرتله ډېر ناوړه وي. ...

Read More »

د افغانستان بانک نن ۱۵ ميليون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک وايي په پام کې لري، چې نن چهارشنبه ۱۵ ملیون امریکايي ډالره لیلام کړي. دغه بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ یا هم پولي خدماتو له شرکتونو غواړي په داوطلبۍ کې برخه واخلي. د افغانستان بانک وخت ناوخت د افغانیو ...

Read More »

د افغانستان د هوايي حریم عواید ډېر شوي

د افغانستان له هوايي حریم هر کال دوه نیم میلیونه امریکايي ډالره عواید ترلاسه کېږي. د ترانسپورټ او هوایي، چلند وزارت ویاند وايي، چې د افغانستان په هوايي حریم له هرې عبوري الوتنې ۷۰۰ امریکايي ډالره اخیستل کېږي او په هرو ۴۰ ساعتونو کې له هوايي حریم شاوخوا ۱۰۰ الوتنې ...

Read More »

تیر کال هر الماني په اوسط ډول ۱۰ کیلو چاکلیټ خوړلي

د اقتصادي بحران او توکو د بیو لوړیدو سربیره د اروپایي اتحادیې په تر ټولو ګڼ میشته هیواد المان کې هر یوه اوسیدونکي تیر کال په اوسط ډول لس کیلو ګرامه شوکولاد یا چاکلیټ خوړلي. په شاوخوا ۸۳ میلیونه نفوس درلودونکي دغه هیواد کې د نورو لویدیځ هیوادونو په څیر ...

Read More »

د سوداګرۍ وزارت سرپرست د سپین بولدک او تورخم له ګمرکونو لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سپین بولدک او تورخم له ګمرکونو څخه لیدنه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې له دې کار څخه یې موخه د هېواد په ګمرکونو کې د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاوو برابرول دي. د خصوصي سکټور غړي هم د ...

Read More »

په ټول هېواد کې ۵۰۰ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د کار له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده. د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویاند وايي، یوازې په کابل ...

Read More »

کرنې وزارت: له وروستیو اورښتونو سره ښايي د وچکالۍ اغېزې کمې شي

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له وروستیو اورښتونو سره ښايي په را روانو کلونو کې د وچکالۍ اغېزې کمې شي. د دغه وزارت ویاند وايي، چې سرپرست حکومت د وچکالیو له امله رامنځته کېدونکو احتمالي بېړنیو حالاتو ته پوره چمتووالی لري. د کرنې او مالدارۍ خونه په ...

Read More »

په افغانستان کې د ستر بشري ناورین له رامنځته کیدو څخه د اوچا خبرداری

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی. دغه سازمان په یوه تازه خپور شوي راپور کې ټینګار کړی چې افغانانو ته باید بشري مرستې ورکړل شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال ...

Read More »