Home » اقتصادی (page 40)

اقتصادی

حکومت د اورښتونو له امله په ټول هېواد کې بېړنی وضعيت اعلان کړ

په اکثره ولايتونو کې له څو ورځنيو سختو اورښتونو وروسته، حکومت د مرستو رسولو په موخه په ټول هېواد کې سر له نن د (مرغومي په ۱۵مه) بېړنی حالت اعلان کړی دی. له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولان وايي، د بېړني وضعيت له اعلان سره سم په ولايتونو ...

Read More »

مولانه فضل‌الرحمن: پاکستان په بشپړه توګه سقوط ته نږدې شوی

د پاکستان حکومت له مخالفو سياسي ګوندونو د جوړ شوي اېتلاف مشر مولانه فضل الرحمن وايي، پاکستان له سياسي او اقتصادي پلوه په بشپړه توګه سقوط کولو ته نږدې شوی دی. نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند جمعيت علماء اسلام يوې غونډې ته ويلي، د تېر په پرتله له ...

Read More »

کولوراډو کې د اور له امله نږدې زر کورونه وېجاړ شوي

د امريکا متحده ايالاتو په کولوراډو ايالت کې د پنجشنبې له ورځې را په دېخوا د اور لګېدنې له امله چې پرون شنبې د (مرغومي تر ۱۱مې) يې دوام درلود، ۹۹۱ کورونه وېجاړ کړي دي. چارواکو ويلي، د پلټنو په ترڅ کې د درو کسانو جسدونه هم په هغو کورنو ...

Read More »

“تېر ۲۰۲۱ کال د افغانستان او افغانانو لپاره له ستونزو ډک کال و”

نن د نوي ۲۰۲۲ زېږديز کال د جنوري لومړۍ نېټه ده او افغانانو له امنيتي، سياسي، اقتصادي او روغتيايي ستونزو سره سره له کړاوو ډک ۲۰۲۱ کال پایته ورساوه. د چارو شنونکي وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال له امنيتي پلوه خورا سخت و؛ د دوی په خبره په دې کال ...

Read More »

ګورډن براون: لوېديځ په افغانستان کې د بشري ناورين مهارولو پر ځای په خوب وېده دی

د برېتانيې پخوانی لومړی وزير ګورډن براون په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بولي او زياتوي چې لوېديځ په دغسې يوه وضعيت کې هم وېده دی. نوموړي The Times Red Box په نوم يوې نشريې ته لېکلي، دا مهال د افغانستان له نيمايي زيات وګړي په لوږه ...

Read More »

“تر راتلونکو څو ورځو به د کابل په ګډون ۱۵ ولايتونه د برېښنا له کمښت سره مخ وي”

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په ازبکستان د تخنيکي ستونزې پيدا کېدو له امله افغانستان ته د نوموړي هېواد د وارداتي برېښنا اندازه کمه شوې ده. دې شرکت نن چهارشنبه د (مرغومي په ۸مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادې تخنيکي ستونزې له امله افغانستان ته له ...

Read More »

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستو رسولو لوی عمليات په افغانستان کې ترسره کوو

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان ته د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه پرېکړه‌ليک تصويب کړه، ورسره سم ملګرو ملتونو ويلي چې د يادې طرحې پر بنسټ په افغانستان کې د دوی بشردوستانه ماموريت نور هم اسانېدای شي. د بېړنيو ...

Read More »

طالبان: ولس دې د اقتصادي ستونزو پر وړاندې د استقامت او زغم په موخه يو موټی شي

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر غړی سهېل شاهين وايي، په افغانستان کې موجوده ستونزو ته په پام سره اړتيا ده چې ولس د وضعيت پر وړاندې يو موټی او متحد شي. نوموړي نن پنج‌شنبه د (مرغومي په ۲مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ولس ته په ...

Read More »

امريکا افغانستان ته يو ميليون ډوز د کرونا واکسين رالېږي

اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس د امريکا بهرنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد په پام کې لري څو افغانستان ته يو ميليون ډوز د کرونا نور واکسين هم را ولېږي. د راپور له مخې، تمه ده چې د کرونا د واکسين دغه مرسته به په راتلونکو اوونيو ...

Read More »

يوناما افغانستان ته د مرستو رسولو په اړه د امنيت شورا له پرېکړې هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون چهارشنبه ناوخته د (مرغومي په لومړۍ) هغه پرېکړه‌ليک تصويب کړ چې له مخې يې افغانستان ته د بشري مرستو لېږد اسانه کېږي. په دې پرېکړه‌ليک کې د افغانانو پر لوږې د انديښنې څرګندولو ترڅنګ ويل شوي، له افغانستان سره ترسره کېدونکي بشري مرستې د ...

Read More »