Home » افغانستان (page 149)

افغانستان

برادر: که لويې ملي پروژې تطبيق شي، په بهرنيو مرستو تکيه کمېدای شي

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، اوسني امنيتي وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې په افغانستان کې لويې ملي پروژې تطبيق شي. نوموړي نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) په بلخ کې د قوشتېپې د اوبو لوی کانال د پرانيستې مراسمو ته وويل، افغانستان د نورو هېوادونو ...

Read More »

برېتانيې له افغانستان سره ۲۸۶ ميليونه پونډ مرستې اعلان کړی

ټاکل شوې چې سبا پنج‌شنبه د برېتانيې، جرمني او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب افغانستان ته بشري مرستو د جلبولو په موخه غونډه ترسره شي؛ خو د يادې غونډې له ترسره کېدو يوه ورځ وړاندې، برېتانيې له افغانستان سره د ۲۸۶ ميليونه پونډ مرسته چې ۳۷۴ ميليون ډالر کېږي، اعلان کړه. ...

Read More »

نن د چين په کوربه‌توب د افغانستان په اړه غونډه پيلېږي

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) د چين په پلازمېنه بيجينګ کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو غونډه پيل شي. په دې غونډه کې به د افغانستان پر بشري وضعيت او دغه راز له افغانستان سره د مرستو پر دوام خبرې وشي. په نننۍ غونډه کې ...

Read More »

نړيوال بانک د نجونو ښوونځيو بندولو له امله د افغانستان ځينې پروژې کنګل کړې

له شپږم ټولګي د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو بندولو په تړاو د نړيوالو غبرګونونو په ترڅ کې، تازه نړيوال بانک د افغانستان هغه پروژې کنګل کړې چې د افغانستان لپاره د بيا رغونې صندوق له لوري تمويلېدې. د دې پروژو ټول‌ټال ارزښت ۶سوه ميليونه ډالر ښودل ...

Read More »

راتلونکې پنج‌شنبه افغانستان ته د مرستو جلبولو په موخه د جېنوا غونډه ترسره کېږي

ټاکل شوې چې دوې ورځې وروسته افغانستان ته د بشري مرستو د جلبولو په موخه د برېتانيې، جرمني او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جېنوا غونډه ترسره شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا نن سې‌شنبه د (وري په ۹مه) ويلي، ټاکل ...

Read More »

راتلونکو څو ورځو کې د قوشتېپې د اوبو کانال کيندنې عملي کارونه پيلېږي

چارواکو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد په شمال کې د قوشتېپې د اوبو کانال عملي چارې پيل او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د چارواکو په خبره، د کانال دې لويې پروژې په تطبيق سره به په شمال کې ميليونونه جرېبه ...

Read More »

د افغانستان او ايران ترمنځ د فوټسال لوبه دوه پر دوه مساوي شوه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله پرون دوشنبه د (وري په ۸مه) په يوه دوستانه لوبه کې د ايران د فوټسال له ملي لوبدلې سره مخ شوه. په دې لوبه کې چې پرون په تهران کې ترسره شوه، علي اميري او جواد حيدري د افغان لوبډلې په ګټه دوه ګولونه ووهل. ...

Read More »

امريکا: طالبان دې د رسنيو او بيان ازادۍ ته خپله ژمنتيا ثباته کړي

په داسې حال کې چې د حکومت له لوري په افغانستان کې د بي‌بي‌سي او امريکا غږ پر ټلوېزيوني خپرونو د بنديز پرېکړه هم له غبرګونونو سره مخ ده، تازه امريکايي چارواکو هم د سرپرست حکومت دغه پرېکړه ناسمه بللې ده. د افغانستان لپاره په دوحه کې د امريکا مېشت ...

Read More »

قرېشي: د افغانستان وضعيت په اړه بې تفاوتي سيمه اغيزمنولی شي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوي بشري بحران ته په اشارې سره وايي، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت ته د نړيوالو له لوري نه پاملرنه د دې سبب کېږي، چې سيمه هم اغيزمنه شي. نوموړي پرون ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: د نجونو له زده‌کړو د طالبانو شاته کېدل، د دوی پر راتلونکي اغيز کوي

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام پر وړاندې د نړيوالو غبرګونونو په دوام سره، د بښنې نړيوال سازمان يو وار بيا د سرپرست حکومت دغه کار غندلی او د نجونو پر مخ د ښوونځيو د ژر پرانيستو غوښتنه يې کړې ده. دې سازمان په ...

Read More »