Home » افغانستان (page 180)

افغانستان

قرېشي: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي امارت ځواکونو د هغو اقداماتو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو مخه نيول شوې. نوموړي د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، يو شمېر کسان هڅه کوي چې ...

Read More »

پاکستان: پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځونې مخنيوي په اړه د طالبانو هڅې له زغم وتلي

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په متواتره توګه په کونړ او نېمروز کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه ونيوه، تازه په دې اړه پاکستاني چارواکو توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې ...

Read More »

“لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه داخلي بې ځايه شوي کسان موجود دي”

د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د افغانانو لپاره له سختو ستونزو ډک و او په دې کال کې د جګړې له امله ميليونونه افغانان له خپلو سيمو بې ځايه شول. دې سازمان ويلي، لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه کسان داخلي بې ځايه ...

Read More »

منظور پښتين: پاکستان دې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې برابر اقدام وکړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون يک‌شنبه د (مرغومې په ۱۲مه) په کراچۍ کې يوې لويې اعتراضيه ولسي غونډې ته د وينا پرمهال، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او ګڼ نور نيول شوي پښتان فعالان دې ژر خوشي کړي. ...

Read More »

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي

ټاکل شوې نن يک‌شنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي. د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو ...

Read More »

سېګار: د افغان ميرمنو په اړه وروستي راپورونه اندېښمنوونکي دي

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره يا سېګار وايي، په افغانستان کې دامهال ميرمنې د طالبانو له لوري له محدوديتونو سره مخ دي او پر ښځو دغه محدوديتونه نور هم د زياتېدو په حال کې دي. سېګار د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په حواله ...

Read More »

حقاني: د امنيتي تدابېرو له بشپړېدو وروسته به په کابل کې د پاسپورټونو وېش پیل شي

د پاسپورټ عمومي رئيس علم ګل حقاني وايي، تر څو راتلونکو ورځو پورې به د امنيتي ګواښونو له امله په کابل کې د پاسپور د وېش لړۍ ځنډېلي وي. نوموړی زياته کړې چې دا مهال کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست لپاره دامنيتي تدابېرو پر روش کار کوي او زياتوي ...

Read More »

قبايلي مشران: حکومت دې ژر د هدفي وژنو مخه ونيسي

د قبايلي سيمو او په ځانګړې توګه د شمالي وزيرستان اوسېدونکي او قومي مشران وايي، په دې سيمه کې يې هدف وژنو او وسله‌والو بريدونو ژوند تريخ کړی دی. د مسيدو قبيلې د يادو هدفي وژنو او دغلته د ترهګريزو تحرکاتو خلاف پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعتراضيه جرګه ...

Read More »

لاوروف: په افغانستان کې له ټول‌شموله حکومت پرته، د طالبانو په رسميت پېژندل سخت دي

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف يو وار بيا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د يوه ټول‌شموله حکومت پر جوړولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، ياد حکومت د افغانستان لپاره خورا اړين او مهم دی. نوموړي پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) له ټاس خبري اژانس ...

Read More »

“تېر ۲۰۲۱ کال د افغانستان او افغانانو لپاره له ستونزو ډک کال و”

نن د نوي ۲۰۲۲ زېږديز کال د جنوري لومړۍ نېټه ده او افغانانو له امنيتي، سياسي، اقتصادي او روغتيايي ستونزو سره سره له کړاوو ډک ۲۰۲۱ کال پایته ورساوه. د چارو شنونکي وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال له امنيتي پلوه خورا سخت و؛ د دوی په خبره په دې کال ...

Read More »