د روغتيا نړيوال سازمان موندني ښيي چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د تېرو څو کلونو په پرتله، په افغانستان کې د ماشومانو د شري ناروغي زياته شوې ده. د دې سازمان د شمېرو پر بنسټ، سږکال شاوخوا ۴۳ زره تنه افغان ماشومان د شري پر ناروغۍ اخته شوي ...
Read More »ګوټيريش: افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو نقض ښې پايلې نه لري
د ملګرو متلونو عمومي منشي انتونيو ګوټيريش يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي زدهکړو د بنديز په اړه ژوره خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې دا کار په اوږد مهال کې د افغانستان لپاره ناسم پايلې لرلی شي. نوموړي نن شنبه د (وري په ۱۳مه) ...
Read More »“نړيوال دې له مرستو وړاندې له طالبانو د نجونو د زدهکړو ضمانت واخلي”
د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د لوړو عمر لرونکو جلکيو پر مخ د ښوونځيو دروازو بندولو له امله په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر راتلونکي ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې لا هم د دوی د حقونو خونديتوب لپاره يو فرصت شته. د دې ...
Read More »افغانستان کې تښتول شوي امريکايي په يوه پيغام کې د خپلې ازادۍ غوښتنه کړې
نيويارکر مجلې پرون جمعه د (وري په ۱۲مه) د مارک فريريکس په نوم د هغه امريکايي وېډيويي پيغام خپور کړی، چې دوه کاله وړاندې په کابل کې تښتول شوی دی. نوموړي په دې وېډيويي پيغام کې ويلي، چې د خپلې ازادۍ لپاره په تمه دی او له طالبانو يې غوښتي ...
Read More »د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د لنډ وخت لپاره له زندان خوشی شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزيرستان د خلکو استازی علي وزير نن پنجشنبه د (وري په ۱۱مه) د لنډ وخت لپاره له زندان ازاد شوی دی. نوموړی د سيند ايالتي حکومت له لوري په ضمانت د دې لپاره خوشی شوی، څو ...
Read More »شيجينګ پينګ: ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان ښې راتلونکې لپاره جدي هڅه وکړي
د چين ولسمشر شيجينګ پينګ د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو غږ کړی چې د دې هېواد د ښې راتلونکې لپاره دې په ګډه جدي عمل وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن پنجشنبه د (وري په ۱۱مه) د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته په لېږلي ...
Read More »لاوروف: لوېديځ هڅه کوي چې اوکراين پر دويم افغانستان بدل کړي
د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، لوېديځ هڅه کوله چې افغانستان د نړۍ پر يوه سياسي مرکز بدل کړي خو په خبره يې دې هېوادونو د خپلې ژمنې خلاف افغانستان يوې لويې بدبختۍ ته ټېلوهه. نوموړي د پاکستان له بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره په پرونۍ ...
Read More »ايران: په افغانستان د ټولګډونه دولت جوړولو لپاره سيمهييز ميکانېزم ته اړتيا ده
ايراني چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د يوه ټولشموله دولت د رامنځته کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د دې کار لپاره يو لړ سيمهييزو هڅو ته اړتيا ده. دا څرګندونې د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبدالهيان په چين کې د افغانستان په اړه ...
Read More »متقي: د يوې لارې او کمربند پروژې له لارې سيمهييز پيوستون کې ونډې اخلو
په چين کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو غونډې په څنډه کې نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه ناسته کړې. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې د بهرنيو چارو سرپرست ...
Read More »” د افغانستان په صادراتو کې ۷۳ ميليونه زياتوالی راغلی”
د احصايې او مالوماتو ملي اداره وايي، په تېر ۱۴۰۰ لمريز کال کې بهر ته د افغانستان صادراتو په کچه کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی. د يادې ادارې مرستيال حسيبالله موحد نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) په کابل کې خبري کنفرانس ته ويلي، په تېر ۱۴۰۰ لمريز ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس