Home » افغانستان (page 151)

افغانستان

پوهنې وزارت: د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکي د اوس لپاره ښوونځيو ته نه شي تللی

باختر خبري اژانس نن چهارشنبه د (وري په ۳مه) د پوهنې وزارت په حواله ويلي، چې له شپږم څخه د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکي تر دويم امر پورې ښوونځيو ته نه شي تللی. دې اژانس زياته کړې، چې د لوړو ټولګيو د ښځينه زده‌کوونکو پر مخ به تر هغې د ...

Read More »

نن په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي پيلېږي

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (وري په ۳مه) په ټول هېواد کې د نجونو او هلکانو ښوونځي پيل شي. د ښوونځيو پرانيستو په اړه د حکومت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له هرکلي سره مخ ده. خو نن په کابل کې د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو ته اجازه ...

Read More »

قرېشي: د داعش له منځه وړلو لپاره دې له طالبانو سره همکاري وشي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، په افغانستان کې د داعش له منځه وړلو په موخه اړتيا ده چې له طالبانو سره همکاري وشي. نوموړي چې نن سې‌شنبه د (وري په ۲مه) يې اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې ته خبرې کولې وويل، د داعش له ...

Read More »

سور صليب: جګړې په افغانستان کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی اغيزمن کړی

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، په افغانستان کې له لسيزو راهيسي د جګړې دوام د دې سبب شوی چې خلک په کافي اندازه پاکو اوبو ته لاسرسی ونه لري. يادې کميټې تازه نن سې‌شنبه د (وري په ۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د جګړې له امله پاکو اوبو ...

Read More »

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق پرانيست

ټاکل شوې چې نن سې‌شنبه د (وري په ۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران غونډه وکړي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د اسلامي هېوادونو د اړوند مسايلو ترڅنګ به، د افغانستان پر اوسني اقتصادي او بشري وضعيت هم بحث ...

Read More »

نبيل: د مشروعيت په اړه د مشورو لپاره مهم طالب چارواکي هبت‌الله ته ورغلي

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل ادعا کړې چې ځيني مهم طالب چارواکي د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو په موخه د روانو هڅو په ترڅ کې، د سلا مشورو په موخه د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره د ليدنې په موخه کندهار ته تللي. نوموړي پرون ...

Read More »

اشرف غني: د تېرو تجربو تکرار افغانستان د نيابتي جګړې پر ميدان بدلولی شي

مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني بېګاه شپه ناوخته د (وري په لومړۍ) د نوروز په مناسبت غږيز پيغام خپور کړ او په کې يې د افغانستان پر اوسني وضعيت بحث کړی. غني ويلي، که افغانان د تېرو ۴۰ کلونو ناسمې پرېکړې بيا تکرار کړي، نو لرې نه ده چې په ...

Read More »

روسيه؛ افغانستان ته بيا د مايع ګاز صادرول پيلوي

روېترز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسيه په پام کې لري، څو افغانستان ته يو وار بيا د مايع ګازو صادرات پيل کړي. په راپور کې د ريفنېټېف ايکون انټرنېټ پاڼې له قوله ويل شوي، په روانې مارچ کې به د ۱۰نيم زره ټنو په اندازه مايع ګاز د روسيې ...

Read More »

حکومت؛ په افغانستان کې د داعش فعاليت په اړه د امريکا ادعاوې رد کړې

د اسخباراتو عمومي رياست د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کينټ مکېنزي هغه څرګندونې رد کړې چې څو ورځې وړاندې يې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليتونو او دغه راز د يادې ډلې د احتمالي پياوړتيا په اړه کړې وې. د اسختباراتو عمومي رياست تازه په يو ...

Read More »

عمران خان: د ښځو حقونو د ودې او پراختيا لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتيا ده

د پاکستان لومړي وزير عمران خان په خپله تازه مقاله کې يو وار بيا د نړۍ او هېوادونو له لوري له طالبانو سره پر تعامل کولو ټينګار کړی دی. نوموړي د اسلامي همکاريو سازمان تېرې ۴۸مې ناستې ته اشارې چې په اسلام‌اباد کې ترسره شوه ويلي، چې په افغانستان کې ...

Read More »