Home » افغانستان (page 147)

افغانستان

“سرپرست حکومت مسکو کې يوه ډيپلوماټ ته د سفارت مسووليت سپارلی”

د روسيې ټاس خبري اژانس د افغان سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان سرپرست حکومت لوري مسکو کې د افغانستان سفارت يو برحاله ډيپلوماټ، د شارژدافېر په توګه ګمارل شوی دی. په راپور کې ويل شوي چې نوموړی ډيپلوماټ جمال غروال نومېږي او د اسلامي امارت له لوري ...

Read More »

افغانستان کې ښوونځيو ته د نجونو پر تګ د بنديز ۲سوه ورځې پوره شوې

په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو لږ وروسته په ټول هېواد کې د نجونو او په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو پرمخ ظاهرا ښوونځي وتړل شول. د يادو زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځيو له بندېدو ۲سوه ورځې تېرېږي؛ خو لا هم ...

Read More »

متقي: چين د افغانستان په سفارت کې د طالبانو ډيپلوماټان مني

د باختر اژانس له لوري د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هغه وېډيويي کليپ خپور شوی، چې نوموړی په کې له يو شمېر چينايي خبريالانو سره خبرې کوي. په دې کليپ کې متقي ويلي، چين موافقه کړې چې په بيجينګ کې د افغانستان سفارت لپاره به نوي هغه ډيپلوماټان ...

Read More »

بلخ کې ديني عالمانو؛ په بېړه د نجونو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه وکړه

د بلخ ديني عالمان پرون يک‌شنبه د (وري په ۱۴مه) د مزار شريف ښار په ابوذز غفاري دارالعلوم کې راټول شوي وو او د نجونو پر زده‌کړو يې مفصل بحث کړی. ياد ديني عالمان وايي، د نجونو زده‌کړه په هېڅ صورت له شريعت سره په ټکر کې نه ده او ...

Read More »

ويسټ او کرزي د افغانستان راتلونکي لپاره د ملي مشورتي پروسې پر اړتيا غږېدلي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې پر يو لړ اړينو مسايلو خبرې کړي دي. نوموړي تازه نن دوشنبه د (وري په ۱۵مه) خپل ټوېټر کې ويلي، له حامد کرزي سره د نظر ...

Read More »

د نيوزيلنډ په مرسته له بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوو تخمونو مرسته کېږي

ملګري ملتونه وايي، د نيوزېلنډ هېواد د مرستې پر مټ به په افغانستان کې د زياتو حاصلاتو د ترلاسه کيدو په موخه، لسګونه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشي. ملګرو ملتونو پرون يک‌شنبه ناوخته د (وري په ۱۴مه) د خوړو او کرنې ادارې يا FAO د افغانستان ...

Read More »

د پاکستان ولسمشر د عمران خان په مشوره پارلمان لغوه کړ

ټاکل شوې وه چې نن د پاکستان د حکومت مخالف سياسي ګوندونه لومړي وزير عمران خان ته د باور يا نه باور رايه ورکړي؛ خو د دې هېواد ولسمشر عارف علوي له رايې ورکولو وړاندې پارلمان لغوه کړ. نوموړي په خپل ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، چې د لومړي ...

Read More »

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د روزنې لپاره دوه روزونکي وګمارل

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه تازه اقدام کې د کرکټ ملي لوبډلې د روزنې په موخه دوه تنه پاکستاني روزونکي وګمارل. په نوو ګمارنو کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډل‌مشر يونس خان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې د روزنکي په توګه ...

Read More »

سېګار: د افغانستان وسله‌والو ځواکونو ځيني غړي له مقاومت جبهې سره درېدلي

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار خبر ورکړی، چې د افغانستان مخکيني وسله‌والو ځواکونو يو شمېر غړي په وروستيو کې د مقاومت له جبهې سره يو ځای شوي دي. سېګار دا خبر د امريکا د دفاعي استخباراتو په حواله ورکړی او ويلي يې دي، ...

Read More »

حکومت په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بنديز ولګوه

د افغانستان سرپرست حکومت د يوه تازه اقدام له مخې نن يک‌شنبه د (وري په ۱۴مه) په ټول هېواد کې د کوکنارو پر کښت بنديز اعلان کړ. د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعام‌الله سمنګاني په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملا ...

Read More »