Home » افغانستان » افغان کډوالو په اسلام‌اباد کې د ستونزو هواري په موخه لاريون کړی

افغان کډوالو په اسلام‌اباد کې د ستونزو هواري په موخه لاريون کړی

سلګونه هغو افغان کډوالو پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲مه) د دوی پر وړاندې د ستونزو هواري په موخه لاريون وکړ، چې د اسلامي امارت په بيا واک ته رسېدو سره له خپل هېواد وتلي.

دوی چې په اسلام‌باد کې اروپا او امريکا ته د تګ په تمه مېشت دي وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې يې ژوند په خطر کې دی او له همدې کبله نه غواړي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

لاريون کوونکي ټينګار کوي، چې په اسلام‌اباد کې ميشت سفارتونه دې يې له پاکستان څخه د انتقال کارونه ژر بشپړ کړي او اجازه دې ورکړي چې اروپا او امريکا ته لاړ شي.

دوی زياتوي چې په پاکستان کې د کډوالو لپاره د کافي امکاناتو نشتوالي له امله، له ستونزو سره مخ دي او ژر دې له دې هېواد څخه اروپا او يا هم امريکا ته ولېږدول شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...