راپورونه ورکړل شول، چې په سوډان کې د ښکېلو لوریو ترمنځ چې مشري یې دوه رقیب جنرالان کوي پرون سهشنبه د ۲۴ ساعتونو لپاره پر لنډمهاله اوربند سلا وشوه. ویل شوي، تر څلور ورځنۍ سختې جګړې وروسته دغه اوربند پر ځايي وخت د تېر مازیګر له شپږو بجو ټینګ شو. ...
Read More »د ایران د حکومت عمده مخالف ‘شهزاده رضا پهلوي’ اسراییل ته تللی
د ایران د حکومت یو عمده مخالف او د دغه هېواد د پخواني پاچا رضا شاه زوی شهزاده رضا پهلوي پرون اسراییلو ته ولاړ. اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې دا اسراییلو ته د رضا پهلوي لومړنی سفر دی. هغه د هولوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې د یادښت په مراسمو کې ...
Read More »سودان کې کورنۍ جګړه: خرطوم کې د اروپايي ټولنې پر سفیر برید شوی
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزیپ بوریل ویلي، په سودان کې د دغې ټولنې سفیر خرطوم کې پخپل کور کې تر برید لاندې راغلی دی. بوریل د پېښې نور جزییات نه دي ورکړي، خو د اروپايي ټولنې ویاند ویلي سفیر روغ رمټ دی. بوریل ټینګار کړی چې په ...
Read More »د خیبر پر لویه لاره د ځمکې ښویېدنې پېښه کې مالي او ځاني زیانونه اوښتي
ځايي چارواکي وایي، د تورخم سرحدي ښارګوټي ته نږدې د خیبر پر لویه لاره نن سهار وختي د ځمکې د ښوویېدو په پېښه کې لږترلږه دوه تنه افغانان مړه شوي او د دې وېره شته چې لسګونه نور به تر خټو لاندې شویو لاریو کې بند پاتې وي. د خیبر ...
Read More »امريکا په سوريه کې د داعش ډلې پر یوه قوماندان برید کړی
د امریکا د مرکزي قواو قومنداني سینټکام وایي، ځواکونو یې نن سهار وختي د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو جګپوړی مشر چې په منځني ختیځ او اروپا کې د تروریستي بریدونو په پلانولو کې یې لاس درلود، په نښه کړی او په غالب ګومان وژلی يې دی. يادې قومندانۍ ...
Read More »په سودان کې کورنۍ جګړه؛ د مړو شمېر ۱۰۰ ته ورسید
راپورونه وايي چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي، سلګونه نور ژوبل شوي او یو شمېر ودانۍ او سیمې زیانمنې شوې دي. دا نښته نړیوالې ټولنې ته د خطر یو بل زنګ بلل کېږي. عیني شاهدانو ویلي ...
Read More »هند کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي
په هند کې پولیس وایي یو مسافر وړونکی بس چې د موسیقۍ یوې ډلې غړي پکې سپاره و، د دې هیواد په لویدیځ کې د لویې لارې څخه اوښتی او لاندې یوې کندې ته لویدلی دی. د دې هېواد امنیتي چارواکو ویلي چې په پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي ...
Read More »سودان کې د واک پر سر جګړه؛ ۵۶ ملکیان وژل شوي
د سودان پلازمېنه خرطوم کې د سوداني پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښته کې د ملګرو ملتونو د کارمانانو په ګډون لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دا جګړه او نښته د دارفور کړکېچنې سیمې په شمول د هېواد نورو ...
Read More »کینیا کې یو روحاني مشر د هغه د څلورو پلویانو د مړینې له کبله نیول شوی
د کینیا پولیسو پرون شنبه وویل، دوی یو ځايي روحاني مشر د هغه د څلورو پلویانو د مړینې له کبله ونیوه. د راپورونو له مخې دغو څلورو کسانو ته یې ویلي وو، له عیسی علیه السلام سره د لیدو لپاره ځانونه وږي وساتي او څلورو واړو ساه ورکړه. د ګوډ ...
Read More »بلېنکن: مسکو باید د وال سټریټ ژورنال د نیول شوي خبریال سره د کتنې زمینه برابره کړي
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، په روسیه کې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په روسیه کې د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له نیول شوي خبریال سره وګوري. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس