Home » سیمه او نړی (page 90)

سیمه او نړی

ملګرو ملتونو د اجزيرې خبريالې د وژلو په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين په لوېديځه غاړه کې د الجزېرې خبريالې شيرين ابو عاقلي وژل کېدل خواشينوونکي بللي او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه کړې. ملګرو ملتونو د جګړې په سيمه کې د خبريالانو او د ...

Read More »

د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې د الجزيرې خبرياله وژل شوې

الجزيرې ټلوېزيون ادعا کړې، چې د فلسطين په ويسټ بانک سيمه کې يې خبرياله د اسرائيلي ځواکونو له لوري په ډزو کې په نښه او وژل شوې ده. دې ټلوېزيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې شرين ابو اکلي په ويسټ بانک سيمه کې د اسرائيلي ځواکونو د ...

Read More »

پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې تر ټولو ټيټ حد ته رسېدلې

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې په ورځنۍ توګه پاکستانۍ کلداره د ډالر پر وړاندې د ۰.۶ سلنې په اندازه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. دې بانک په يوه تازه بيان کې ويلي، چې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د پاکستان د اسعارو د تبادلې په بازار کې ...

Read More »

پاکستاني طالبانو د پنځو ورځو لپاره اوربند غځولی

ځينو پاکستاني خبريالانو خبر ورکړی چې پاکستاني طالبانو يا TTP د پاکستان د پوځ او نورو امنيتي ځواکونو پر وړاندې لس ورځنی اوربند د پنځو نورو ورځو لپاره هم غځولی دی. د خبريالانو له لوري د تحريک طالبان پاکستان له ادرس يو سند په خواله رسنيو کې لاس په لاس ...

Read More »

سرېلانکا کې د لومړي وزير له استعفا وروسته نظامي حکومت اعلان شوی

په سرېلانکا کې له د عامو خلکو له پراخو اعتراضونو او لاريونونو په ترڅ کې، پرون دوشنبه ناوخته د (غويي په ۱۹مه) د دې هېواد لومړی وزير ماهيندا راجاپاکسا له خپلې دندې استعفا ورکړه. سرېلانکايانو له شاوخوا يوې مياشتې را په دېخوا د خوراکي توکو کموالي، د کافي اوبو او ...

Read More »

شهباز شريف: عمران خان د پاکستان پر ضد غږېدلی، قانوني چلند ورسره کوو

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د عمران خان پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی، چې ګواکې د شريف په مشرۍ نوی حکومت د امريکا له لوري پر پاکستان تحميل شوی او د تحريک انصاف حکومت بيا برعکس د امريکا د سازش له امله وپرځول شو. عمران خان پرون يک‌شنبه په ...

Read More »

پوتين د روسيې د بريا ورځې نمانځنې پرمهال لوېديځ ته څه پيغام لري؟

نن دوشنبه د می ۹مه په دويمه نړيواله جګړه کې د نازي جرمني پر وړاندې د روسيې او د پخواني شوراوي اتحاد د بريا له ورځې سره برابره ده. ټاکل شوې دغه ورځ په مسکو کې له ځانګړو مراسمو سره چې نظامي پرېډ هم په کې شامل دی، ونمانځل شی. ...

Read More »

ډان: د افغان طالبانو له واک ته رسېدو سره، پاکستان کې بريدونه زيات شوي

د پاکستان ډان ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي مطلب کې ويلي، چې دا مهال په پاکستان کې ترهګريز تحرکات او د وسله‌والو ډولو له لوري خونړي بريدونه د تېر وخت په پرتله خورا زيات شوي دي. ورځپاڼې د پاکستان د جګړې او امنيت اسټېټيوټ په حواله هغه شمېرې او ...

Read More »

شهباز شريف: پاکستان د زياتو پورونو اخيستو له امله له سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف يو وار بيا د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف پر تېر حکومت تور پورې کړی، چې د منظمې اقتصادي طرحې نه درلودو له امله يې له نړۍ پرېمانه پورونه اخيستي دي. نوموړي پرون شنبه د خيبر پښتونخوا په شنګله کې د خلکو ...

Read More »

پر “توجو” مشهور مفتي سردار علي حقاني ومړ

په خيبر پښتونخوا کې مشهور مفتي سردار علي حقاني چې د خپلو بيانونو پرمهال د “توجو” کليمي کارونې له امله خورا مشهور شوی و، په يوه ټرافيکي پېښه کې مړی شوی. نوموړی پرون شنبه د (غويي په ۱۷مه) دره ادم خېل ته په يوه غونډه کې د ګډون په موخه ...

Read More »