Home » سیمه او نړی (page 80)

سیمه او نړی

نانسې پلوسې د چين له خبرداري سره سره تايوان ته رسيدلې

په داسې حال کې چې چين؛ تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسې د سفر په تړاو د ناسمو پايلو خبردادری ورکړی، خو پر دې سربېره هم نوموړې بېګاه شپه تايوان ته رسېدلې ده. پلوسي د تايوان په پلازمېنه ټايپي کې د نوموړي هېواد له چارواکو ...

Read More »

اوباما: د الظواهري په وژلو سره د سپټمبر ۱۱مې قربانيانو نسبي تسلي وشوه

د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري وژل کېدو په غبرګون کې ويلي، چې اسامه بن لادن او ايمن‌الظواهري په وژل کېدو سره د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملان عدالت ته وسپارل شول. نوموړي نن سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) خپل ټوېټر کې ...

Read More »

ټروډو: د الظواهري وژل کېدل د نړۍ د خونديتوب لپاره ښه ګام دی

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د امريکا له لوري په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی او د نوموړي وژل کيدل يې نېک اقدام بللی دی. ټروډو نن سې‌شنبه د (زمري په ۱۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ...

Read More »

چين: تايوان ته د امريکا استازو جرګې د مشرې سفر به ناوړه پايلې ولري

د چين بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، که د امريکا استازو جرګې مشره نانسې پلوسې تايوان ته سفر وکړي، دا به د چين په کورنيو چارو کې د ښکاره مداخلې په مانا وي. د نوموړي وزارت وياند ژو ليجيان په دې اړه ويلي، چې تايوان ته د پلوسې سفر په ...

Read More »

پر اوکراين له بريد وروسته نن له دې هېواد د غنمو لومړۍ جوپه صادرېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۱۰مه) د اوکراين له اوډيسا بندري ښار څخه پر غنمو بار يوه بېړۍ حرکت وکړي. دا کار د هغې هوکړې په چوکاټ کې کېږي، چې په تېره جولای کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د روسيې او اوکراين ترمنځ په ترکيه کې ...

Read More »

چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا رياست په غاړه واخيست

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د دې سازمان د امنيت شورا مشري چين ته ورکړل شوې او د يوې مياشتې لپاره به د يادې شورا رياست په غاړه ولري. ملګرو ملتونو نن دوشنبه د (زمري په ۱۰مه) په خپل ټوېټر کې ويلي، چې چين به د امنيت شورا د مشرۍ ...

Read More »

انګليستان د فوټبال ښځينه‌وو اروپايي جام اتلولي وګټله

د فوټبال ښځينه‌وو اروپايي جام د سياليو په لړ کې پرون يک‌شنبه ناوخته د (زمري په ۹مه) د انګليستان او جرمني د ښځينه‌وو فوټبال لوبډلې په پايلوبه کې سره مخ شوې. دغه لوبه چې د انګليستان په ويمبلي لوبغالي کې ترسره شوه، جرمنۍ لوبډلې پر اضافي وخت سربېره هم د ...

Read More »

عربي اماراتو کې د سيلابونو راوتو له امله ۷ تنه مړه شوي

د عربي امارتو چارواکو ويللي، د دې هېواد په ختيځ کې د سختو نا موسمي بارانونو له امله سيلابونه را وتلي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني زيانونه هم اړولي دي. د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرکزي عملياتو مشر علي ال تونېجي ويلي، چې د يادو ...

Read More »

“د پاکستان يو تازه پلاوی له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی”

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان ته د دې هېواد د ديني عالمانو د پلاوي له ورستنېدو سره سم، له پاکستان څخه يو ۱۷ کسيز بل پلاوی د ټي‌ټي‌پي له مشرانو سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی دی.  ورځپاڼې په راپور کې ويلي، چې د دې ...

Read More »

د امريکا ولسمشر جوبايډن پر کرونا اخته شوی

د امريکا سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د ولسمشر جوبايډن د کرونا ټيسټ پايله مثبته ختلې او په دې توګه نوموړی د کووېډ۱۹ پر ناروغۍ اخته شوی دی. جوبايډن د سپينې ماڼۍ له دې خبر سره سم ويلي، که څه هم نوموړی د کرونا علايم نه لري خو د نورو ...

Read More »