Home » سیمه او نړی (page 119)

سیمه او نړی

پاکستاني طالبان: پاکستان پر ژمنو عمل نه دی کړ؛ ځکه اوربند نه غځوو

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ يو مياشتنی اوربند د ډيسمبر په ۹مه پایته ورسېد او د يادې مودې له پوره کېدو سره، تحريک طالبان پاکستان يا TTP اعلان کړی چې د اوربند غځولو پر ځای د پاکستان پوځ پر وړاندې جګړه کوي. پاکستاني طالبانو پاکستان تورن ...

Read More »

بلوچستان په پنجګور کې د ۵تنو مړي موندل شوي

د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ۵تنو ځايي اوسېدونکو مړي موندل شوي دي. په سيمه کې چارواکو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد کسان په ډزو وېشتل شوي. د چارواکو په خبره د موندل شويو جسدونو په اړه د عدلي طب موندنې ښيي چې ...

Read More »

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ يو مياشتنی اوربند نن پای ته رسېږي

ټاکل شوې نن د ډيسمبر په ۹مه د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان يا TTP ترمنځ شوی يو مياشتنی اوربند پای ته ورسېږي. د دواړو لوريو ترمنځ دا اوربند د تېر نومبر په ۸مه اعلام شوی و چې د همدې مياشتې له ۹مې نافذ شو. خو د پاکستان په ...

Read More »

بايډن پوتين ته: که روسيه د اوکراين خلاف پوځي اقدام وکړي، سخت بنديزونه به پرې وضعه شي

د امريکا ولسمشر جوبايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون سې‌شنبه ناوخته د (لېندۍ په ۱۶مه) په انلاين ډول سره ولېدل او پر يو لړ مهمو مسايلو يې بحث وکړ. سپينې د يادو دوه ساعته خبرو په تړاو ويلي، د بحث يو له عمده ټکو د اوکراين مسئله وه. ...

Read More »

کراچۍ کې پاکستاني پوليسو د جنوبي وزيرستان يو ځوان په ډزو وژلی

د پښتونخوا او قبايلي سيمو فعالان ادعا کوي چې د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ کې پاکستاني پوليسو د جنوبي وزیرستان يو تنکی ځوان په ډزو وژلی دی. د وژل شوي ځوان نوم ارسلان مسيد ښودل او د فعالانو په خبره نوموړی په ښوونځي کې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکی ...

Read More »

امريکا په چين کې د المپيک له سياليو سره سياسي بايکاټ اعلان کړ

د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی چې د سږني ژمي پرمهال په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ زېږديز کال ترسره کېدونکو المپيک سياليو لپاره کوم رسمي او يا هم سياسي پلاوی نه ورلېږي. دغه اعلان پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۱۵مه) ناوخته د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکې کړی او په ...

Read More »

پوتين: په افغانستان کې د حالاتو بدلون په اړه اندېښمن يوو

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو وار بيا په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ويلي يې دي چې دغه وضعيت د سيمې هېوادونو لپاره د سر درد په توګه مطرح دی. نوموړي د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د دغه هېواد له لومړي وزير نريندرا ...

Read More »

ميانمار کې پرځول شوې انسانسوچي د ۴ کلونو لپاره زندان ته ولېږل شوه

په ميانمار کې د پرځول شوي ملکي حکومت مشره انسانسوچي په توقيف کې له څو مياشتو تېرولو وروسته د محکمې د پرېکړې له مخې پر ۴ کاله بند محکومه شوه. نوموړې په ميانمار کې د اختلاف هڅولو او دغه راز د طبيعي پېښو په چوکاټ کې د کرونا په اړه ...

Read More »

عمران خان د سرېلانکا ولسمشر ته؛ د کمارا وژنه پاکستان ته شرموونکې ده

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې پرون شنبه د (لېندۍ په ۱۳مه) د سرېلانکا له ولسمشر ګوتابايا راجاپاکشا سره خبرې کړي او نوموړي ته يې د پنجاب ايالت په سيالکوټ کې د سرېلانکايي وګړي پریانتا کمارا وژنې له کبله د خواشينۍ مراتب وړاندې کړي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر ...

Read More »

پاکستان په لوړ سود او سختو شرايطو له سعودي ۳مېليارده ډالر پور ترلاسه کړ

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د سعودي عربستان له لوري يې د پاکستان په حمايتي چوکاټ کې ۳ مېليارده پور ترلاسه کړی دی او دا اندازه پيسې به د پاکستان پر اقتصادي وضعيت نېغ په نېغه مثبت تاثير وکړي. د لومړي وزير د خزانې سلاکار شوکت ترين په دې اړه ...

Read More »