Home » سیمه او نړی (page 118)

سیمه او نړی

د امريکا کانګرېس د بنسټيزو پروژو پلي کولو لپاره ۱.۲ ټريليون بوديجه تصويب کړه

د امريکا کانګرېس پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۱۴مه) په دغه هېواد کې د بنسټيزو پروژو د پلي‌تابه په موخه، د ۱.۲ ټريليونو په ارزښت بوديجه تصويب کړه. په يادو بنسټيزو پروژ کې چې د تازه تصويب شوې بوديجې پر بنسټ به تطبيق کېږي د سړکونو، پلونو او بندرونو ...

Read More »

روسيې په جرمني کې د خپل يوه ډيپلوماټ د مړي موندل غميزه بللې

د جرمني شپېګل مجلې راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه برلېن کې د روسيې سفارت ترمخې، د يوه روسي ډيپلوماټ مړ جسد موندل شوی دی. د راپور له مخې، د جرمني بهرنيو چارو وزارت دا موضوع خصوصي بللې او زياته کړې يې ده چې د ياد روسي ډيپلوماټ ...

Read More »

روسيه: افغانستان ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ نه دی

روسي چارواکو د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرکندونو کې ويلي، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دې هېواد ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ عمل نه دی. د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا نن پنج‌شنبه د (لړم په ۱۳مه) خبريالانو ته ويلي، امريکا ...

Read More »

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۲ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير په سوډنوټي سيمه کې يو مسافر وړونکی بس موټر له سړک څخه کندې ته پرې‌وتی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه په کې مړه شوي دي. د کشمير ځايي چارواکو ويلي، چې په بس موټر ...

Read More »

اېتوپيا حکومت په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی

د اېتوپيا حکومت له دې کبله چې د ټېګري وسله‌والو پر وړاندې د منظمې جګړې او دغه راز د يادې ډلې له لوري پلازمېنې اديس ابابا ته متوجه خطر له منځه يووسي، په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. په دغه شپږ مياشتني بېړني حالت کې د يو ...

Read More »

پاکستان کې د تحريک لبېک او پوليسو ترمنځ نښتې له امله ۴ پوليس وژل شوي

په پاکستان کې د تحريک لبېک مذهبي ډلې او حکومت ترمنځ له څو ورځنيو مذاکراتو ناکامېدو وروسته، پرون چهارشنبه د (لړم په ۵مه) د يادې ډلې سلګونه پلويانو بيا د اسلام‌باد په لور اعتراضيه حرکت پيل کړه. اسلام‌اباد ته تګ پرمهال د لاهور شيخپوره په لويه لار د اعتراض کوونکو ...

Read More »

پاکستان کې تحريک لبېک پلويان بيا اسلام‌اباد ته پر اعتراض روان شوي

پاکستان کې د تحريک لبېک مذهبي ډلې او حکومت ترمنځ له څو ورځنيو مذاکراتو ناکامېدو وروسته، د يادې ډلې سلګونه پلويانو بيا د اسلام‌باد په لور اعتراضيه حرکت پيل کړی. څو ورځې وړاندې دې تحريک د پنجاب ايالت له مرکز لاهور څخه اسلام‌اباد تر پر اعتراض روان او په لاره ...

Read More »

لکي مروت کې د پوليسو يوه مشر په شمول ۴ پاکستاني پوليس وژل شوي

د پښتونخوا ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د يوه وسله‌وال بريد له مله په لکي مروت کې د يادې سيمې د پوليسو مشر (تاڼه‌دار) او درې پوليس وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، د وسلوالو له لوري دغه بريد تېره شپه د لکي مروت اړوند په مياوالي سيمه کې ...

Read More »

شوکت ميرضيايوف بيا ځلي د ازبکستان ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون اعلان کړی چې اوسنی ولسمشر شوکت ميرضيايوف د تېرې يک‌شنبې په ورځ د (لړم په ۲مه) د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو ګټونکی دی. د کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو پايلو جوته کړه چې ميرضيايو له خپلو ۴ نورو سيالانو زياتې رايې ترسره ...

Read More »

د سوډان پوځ د لومړي وزير په شمول د حکومت لوړپوړي چارواکي نيولي

د سوډان پوځ په يوه تازه اقدام کې د دغه هېواد د لومړي وزير عبدالله حمدوک په شمول د ملکي حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي نيولي دي. که څه هم د سوډان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځينو نړيوالو رسنيو د يو شمېر سرچينو ...

Read More »