ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (وري په ۸مه) د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ غړي، د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان ته د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي.
د تحريک انصاف ګوند په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت د خپل مخالف سياسي اېتلاف له لوري تورن دی، چې د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ پاليسي يې ناسمه روانه کړې او له همدې کبله پاکستان له سخت مالي کړکېچ سره مخ دی.
که څه هم عمران د پارلمان له لوري له مقدمې سره مخ دی، خو تر څنګ يې مخالفو سياسي ګوندونو دا ادعا هم کوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د دولت له امکاناتو په ګټنې سره د عمران خان په ګټه تبليغات کوي.
بل لورته د ملا فضلالرحمن په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام ګوند له کووټې او پېښور او دغه راز د مسلم ليګ ن ګوند بيا له لاهور څخه اسلاماباد ته لاريونونه پيل کړي دي؛ خو د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد بيا ويلي چې لاريونوالو ته به دا اجازه ور نه کړي، څو اسلاماباد ته دننه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس