Home » سیمه او نړی » عمران خان د بې باورۍ قضيې د ناکامولو لپاره د لاريونونو اعلان کړی

عمران خان د بې باورۍ قضيې د ناکامولو لپاره د لاريونونو اعلان کړی

ټاکل شوې چې نن يک‌شنبه د (وري په ۱۴مه) د پاکستان په ملي شورا (قومي اسمبلۍ) کې د لومړي وزير عمران خان مخالفو سياسي ګوندونو غړي نوموړي ته د باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي.

خو عمران خان پرون شنبه ويلي، چې د نوموړي پرځولو په موخه بهرنۍ دسيسه دوام لري او احازه به ور نه کړي چې د يادې دسيسي پلي کوونکي بريالي شي.

نوموړي پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې نن يک‌شنبه په سراسر پاکستان کې د يادې دسيسې د ناکامولو په موخه لاريونونه وکړي. د لاريونو په اړه د نوموړي اعلان مخالف سياسي ګوندونه هم ور خطا کړي دي.

دې ګوندونو پر عمران خان غږ کړی، که پلويان يې د لاريونو پرمهال له تشدد کار واخلي، نو مسووليت به يې په خپله عمران خان ته راجع وي.

که د بې باورۍ تحريک نن د پاکستان په پارلمان کې بريالی شي، نو سم‌لاسي به عمران خان له اوسني موقف لرې کېږي او پر ځای به يې په څو ورځو کې پارلمان نوی لومړی وزير ټاکي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...