Home » سیمه او نړی (page 4)

سیمه او نړی

اروپايي ټولنه: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي برېدونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس په اسلام‌اباد کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې جدي بشري پایلې لري او د بې‌ثباتۍ او افراطیت خطر زیاتوي. ...

Read More »

ترمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په مسوده کې د ځینو مهمو بدلونونو غوښتنه کړې

امريکايي اکسیوس خبري ویب‌پاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ د ایران سره د احتمالي هوکړې په مسوده کې د ځینو مهمو بدلونونو غوښتنه کړې ده، په ځانګړي ډول د ایران د اټومي پروګرام او اټومي موادو اړوند بندونو د لا پیاوړتیا لپاره.د راپور له مخې دا بدلونونه د دې لپاره وړاندیز ...

Read More »

ضمير کابلوف: روسيې د افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرولو اجازه ترلاسه کړې

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګري استازي ضمير کابلوف، په يوې مرکې کې ويلي، چې مسکو د افغانستان لپاره د بشري مرستو د برابرولو اړینه اجازه ترلاسه کړې، په دې مرسته کې غنم، درمل، طبي تجهیزات او لوژستیکي مرستې شاملېدای شي او په خبره يې دا مرستې به یوازې د ...

Read More »

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د افغان چارواکو او سوداګرو ۱۰۰ کسیز پلاوي د اوزبېکستان د نمنګان ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي چارواکو او سوداګرو سره د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا پراخې خبرې کړې دي. د سرچینې په وینا، د دغه سفر ...

Read More »

ایران او امريکا د احتمالي هوکړې پر سر په اختلاف کې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران سره د سولې د تفاهم یادښت «تر ډېره حده وروستی شوی» او کولی شي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړي.د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې مذاکرات وروستي ...

Read More »

هانانيومن: نږدې پنځه ميليونه ميندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.نوموړې پر خپله اېکسپاڼه د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله لیکلي، چې ګڼې افغان میندې روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو ته مراجعه کوي، خو د خوړو او ...

Read More »

سیمه‌ییز امنيت لپاره د افغانستان امنيت اړين ګڼل شوې

د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو ورستيو خبرو کې ويلي، که هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په استول شوي پیغام کې ټینګار کړی چې د ...

Read More »

د ايبولا ویروس خپرېدو په اړه نړیواله اندېښنه زیاته شوې

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې کانګو او یوګانډا کې د «بونډي‌بوجیو» ویروس له امله د ایبولا ناروغۍ خپرېدل د نړیوالې اندېښنې وړ عامه روغتیايي بېړنی حالت رامنځته کړی دی. د راپورونو له مخې د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۱۶مې پورې د کانګو د ایتوري ...

Read More »

ګوتریش: پر ډیجیټلي جوړښتونو پانګونه مهمه ده

د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړيواله ورځ هر کال د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيوګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي، چې ډیجیټلي ټکنالوژي د پرمختګ، زده‌کړو او اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري او باید پر نښلونې او ډیجیټلي جوړښتونو پانګونه زیاته ...

Read More »

پوتین د شي جین‌پینګ په بلنه چین ته ځي

کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، به د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، په رسمي بلنه د روانې مې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه چین ته سفر وکړي. د کرملین د معلوماتو له مخې، دغه سفر د روسیې او چین ترمنځ د «ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او ...

Read More »