د ا.ا وياند ذبیحالله مجاهد، د ا.ا د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د اعلامیې په غبرګون کې، د یادې محکمې دریځ غندلی او ویلي یې دي چې افغانستان دغه محکمه په رسمیت نه پېژني.
د ا.ا ویاند ویلي دي: «افغانستان هېڅ محکمه د جرمونو د نړیوالې محکمې په توګه په رسمیت نه پېژني او د هغې دریځونو ته ارزښت نه ورکوي.»
هغه زیاته کړې چې د ا.ا مشرانو داسې کوم اقدام نه دی کړی چې د کومې محکمې له لوري د نیولو یا مجازاتو وړ وي.
د ا.ا ویاند همدارنګه ټینګار کړی چې افغانستان د اسلامي شریعت د احکامو او د کورنیو محکمو تابع دی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې له خپل صلاحیت او واک څخه د پورته ادعاوو له مطرح کولو ډډه وکړي.
ذبيح الله مجاهد: «افغانستان پر دغسې بنسټونو غږ کوي، چې د خپل حیثیت ساتلو لپاره دې له خپل واک پورته ادعاوې نه کوي.»
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس