ایران: سبا د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ترسره کیږي ایراني رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې سبا(دوشنبه ۹ د زمري) د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسم ترسره شي. رسنیو د ایراني چارواکو له قوله ویلي چې د یادو مراسم لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول ...
Read More »اردغان:ښایي د فلسطینیانو د مرستې لپاره اسرائیلو ته ورشو
راپورونه وایې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادوغان د یکشنبې په ورځ (د اسد ۷ مه) ویلي، ښايي د اسرائیلو په مقابل کې د فلسطينيانو مرستې ته ورشي. اردغان په ټینګار سره ویلي لکه څرنګه چې هیواد یې په تیرو وختونو کې د لیبیا او نگرونی قره باغ په ...
Read More »د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې له افغانستان سره غوره همکاري وکړي
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر نوی مشر ایډوین سینیزا سلاودر وايي، د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د دغه سازمان همکاري او همغږي به لا ښه شي. د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې ...
Read More »اسراییل او حزب الله یو پر بل بریدونه کړي
د لبنان په جنوب کې د اسراییلو له هوایي برید څو ساعته وروسته چې د حزب الله ډلې درې غړي پکې ووژل شول، اسراییلو اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ د زمري په شپږمه د اسراییلو تر کنټرول لاندې د ګولان په لوړو کې د حزب الله د راکټي ...
Read More »د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته له نوماندې کاملا هریس د اوباما ملاتړ
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او مېرمن یې میشل اوباما د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند نوماندې په توګه د کاملا هریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې ښودل کېږي اوباما او مېرمن یې د ملاتړ څرګندونه د ...
Read More »هند افغانانو ته د ویزو ورکول بیا پیل کړل
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو ځل بیا یې افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر پیل کړی دی. د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند، رندهير جيسوال پنجشنبه د زمري په ٤مه، په يوه خبري ناسته کې دا خبر تاييد کړی او زياته يې کړه، چې ...
Read More »د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: موږ له افغانستان څخه د ایستلشویو کسانو شمېر نه شو تاییدولی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست پرون (چهارشنبې د اسد ۳مه) په یو راپور کې ویلي، دوی د هغو کسانو شمېر نشي تاییدوی چې د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه بهر ته لېږدول شوي دي. دی تایید امریکا د ...
Read More »اوکراین له روسیې سره د مسکو د «ښه نیت» په شرط خبرې کړې
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، ډمیټرو کولبا په ګوانګ ژو ښار کې له خپل چیني سیال سره په کتنه کې ویلي چې اوکراین له روسیې سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو په دې شرط چې دا هېواد په «ښه نیت» خبرې پيل کړي.د هغه په وینا چې تر ...
Read More »امریکايي یهودانو د «پرېږدئ چې غزه ژوندۍ پاتې شي» په شعار سره لاریونونه وکړل
د غزې د جګړې ضد کسانو د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له وینا یوه ورځ مخکې د امریکا په کانګرس کې د زمري په ۲مه لاریون وکړ. د امریکا د کانګرس پولیسو په دې تړاو څو تنه نیولي دي. نتانیاهو د دوشنبې په ورځ ناوخته واشنګټن ته ورسید ...
Read More »اروپايي ټولنه کې په پلان شویو انټرنټي جرمونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د اروپا د پولیسو (یورو پل) د یوې ارزونې په پایلو کې د پلان شویو انټرنټي جرمونو لکه، سایبري بریدونه، درغلي او په ماشومانو باندې جنسي تېري په ځانکړې توګه د اورپایي ځوانانو په منځ کې خبر ورکړی دی. د تاگس شاو ورځپاڼې د راپور له مخې سایبري بریدونه، درغلي ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس