Home » سیمه او نړی (page 121)

سیمه او نړی

روسيې کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۶ تنه وژل شوي

روسي رسنيو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د يوې ټرانسپورټي الوتکې لوېدو په پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيا شوي دي. د روسيې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، L-410 ډوله ياده الوتکه چې اير کلب په نوم د يوه شرکت اړوند ...

Read More »

د نايجيريا په يوه مارکېټ کې وسله‌والو ۲۰ کسان په ډزو وژلي

د نايجيريا چارواکو خبر ورکړی چې وسله‌والو د دغه هېواد شمال سوېلي ولايت سوکوټا، په يوه مارکېټ پر عامو خلکو ډزې کړې او د يادو ډزو په پايله کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوې دي. د دوی په خبره پېښه نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) رامنځته شوې ...

Read More »

د پاکستان د اټم بم پلار عبدالقدير خان په روغتون کې ساه ورکړه

د پاکستان پياوړی ساينس پوه عبدالقدير خان چې په دغه هېواد کې د اټم بم د پلار په نوم هم مشهور و، نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) د اسلام اباد په يوه روغتون کې د بستر پرمهال د ۸۵ کلونو په عمر ساه ورکړه. نوموړی له دې کبله چې ...

Read More »

د اتريش لومړي وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه

د اتريش لومړي وزير سباسټين کورټس پرون ناوخته د (تلې په ۱۷مه) له دې کبله چې د نوموړي په اړه د څارنوالۍ څېړنو له امله په دولت کې د ناسم احتمالي وضعيت رامنځته کېدو مخنيوی وشي، له خپلې دندې استعفا ورکړه. نوموړي له خپلې استعفا سره سم د دولتي چارو ...

Read More »

د ايران پخواني ولسمشر ابوالحسن بني صدر د پارېس په يوه روغتون کې ساه ورکړه

د ايران پخواني ولسمشر ابوالحس بني صدر نن شنبه د (تلې په ۱۷مه) له اوږدې ناروغۍ وروسته د فرانسې پلازمېنې پارېس ښار په يوه روغتون کې د ۸۸ کلونو په عمر ساه ورکړه. د صدر د مړينې خبر د نوموړې کورنۍ له لوري خپور شوی او زياته کړې يې ده ...

Read More »

سعودي کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر هوايي بريدونو کې ۱۰ تنه ټپيان شوي

د سعودي عربستان چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي ښار جېزان کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر د بې‌پيلوټه الوتکې دوه هوايي بريدونه شوي دي. د دوی په خبره لومړی هوايي بريد پرون جمعه ناوخته د (تلې په ۱۶مه) شوی او دويم هغه يې نن شنبه ...

Read More »

بلوچستان کې د زلزلې له امله له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه يوې زورورې زلزلې د بلوچستان ډېرې سيمې ولړزولې او د شدت زياتوالي يې خلکو ته ځاني او مالي زيان هم اړولی دی. ځايي چارواکو ويلي چې د يادې زلزلې له امله تر دې مهال ۲۰ تنه مړه شوي او له سلو ډېر ټپيان شوي دي. د دوی په ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې چاودنې پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو بمي چاودنه شوې او په کې د دغه هېواد ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي، چاودنه په ځمکه کې د خښ شوي ماين له امله داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستاني پوځيان په سيمه کې پر ګزم بوخت وو. ...

Read More »

مکرون: طالبان بايد وپوهېږي چې نړيوال يې په رسميت پېژندلو لپاره شرطونه لري

د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت منلو لپاره دا ډله بايد وپوهېږي چې نړيوال خاص شرايط لري. نوموړي د فرانسې له انټر راډيو سره په مرکه کې چې نن سې‌شنبه د (تلې په ۱۳مه) خپره شوه ويلي، د شلو پياوړو اقتصادي ...

Read More »

پاکستان کې محکمې مفتي عزيزالرحمن او د هغه ۵ زامن په مدرسه پر جنسي تېري تورن وپېژندل

د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند د پنجاب ايالتي مشر او دغه راز د منظورالاسلام په نوم د مدرسې محتمم مفتي عزيزالرحمن او د نوموړي ۵ زامن د مدرسې پر زده‌کوونکو د جنسي تيري په قضيه کې تورن وپېژندل. د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، خپله د عزيزالرحمن ...

Read More »