Home » سیمه او نړی (page 107)

سیمه او نړی

تحريک ط.البان پاکستان د خالد بلتي وژل کېدل تائيد کړل

په قبايلي سيمو او پښتونخوا کې د پاکستان د حکومت ضد فعالې وسله‌والې ډلې تحريک طالبان پاکستان يا TTP تائيد کړه چې د يادې ډلې مهم غړی خالد بلتي وژل شوی دی. خالد بلتي چې ويل کېږي د تحريک طالبان پاکستان ډلې وياند دی، پر محمد خراساني مشهور او د ...

Read More »

عمران خان: نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د بشري ناورين مخه ونيسي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره، پر نړيوالې ټولنې د جدي همکارۍ کولو غږ کړی دی. نوموړي نن چهارشنبه د (مرغومي په ۲۳مه) په خپل ټوېټر کې د ملګرو ملتونو له لوري افغانانو ته د بشري مرستو ...

Read More »

د ارپايي ټولنې د پارلمان رئيس د نارغۍ له امله په روغتون کې ومړ

د اروپايي ټولنې د پارلمان رئيس ډيوېد ساسولي نن دوشنبه سهار وختي د (مرغومي په ۲۱مه) د ۶۵ کلونو په عمر په روغتون کې مړ شو. د ساسولي مړينه رسنيو ته د نوموړي وياند تائيد کړې او ويلي چې يې د جنازې مراسمو په تړاو يې تر اوسه کومه پرېکړه ...

Read More »

باجوه: افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره بشپړ ميکانېزم ته اړتيا ده

د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، په افغانستان کې وبشري وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د مرستو رسولو لپاره بايد يو بشپړ ميکانېزم رامنځته شي. نوموړي دا څرکندونې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) د سعودي عربستان د دفاع وزارت له سلاکار ...

Read More »

امريکا کې ډاکټرانو ۷۵کلن سړي ته د خوګ زړه پيوند کړی

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په امريکا د جراحۍ ډاکټرانو يوه ۷۵ کلن سړي ته د ژوندي پاتې کېدو په موخه د خوګ زړه د پيوندولو تاريخي عمليات کړي دي. په راپور کې ويل شوي چې دا عمليات په برياليتوب ترسره شوي او ياد کس هم بېرته خپل عادي ...

Read More »

نيويارک کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۹تنه وژل شوي

د نيويارک ښار په يوې استوګنيزې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله، لږ تر لږه د ۱۹تنو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د اغېزمنېدو خبرونه ورکړی شوي دي. د نيويارک ښاروال اريک ادامز هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې په وژل شوو کسانو ...

Read More »

قزاقستان: د لاريونونو له سختې څپې وروسته وضعيت عادي کېدونکی دی

د قزاقستان چارواکو نن دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ستر ښار الماتي کې وضعيت عادي کېدونکی دی او ژر به هر څه سم او لومړني حالت ته وګرځي. د چارواکو له دې اعلان سره په الماتي کې د انټرنېټ خدمتونه چې د لاريونونو ...

Read More »

“د پاکستان د پوځ يوه قومندان ځان او خپل نور سرتيري وژلي”

د پاکستان يوې پوځي سرچينې له رسنيو په خبرو کې ويلي، چې د دغه هېواد د پوځ يوه قومندان (صوبدار) پر خپلو نورو پوځيانو ډزې کړي او وژلي يې دي. سرچينو ويلي چې دا پېښه پرون يک‌شنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د قبايلو اړوند په شاه کڅ سيمه کې د ...

Read More »

اېتوپيا حکومت د ملي پخلاينې په موخه مخالف سياسون له زندان ازدوي

د اېتوپيا لومړي وزير ابي احمد اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ملي پخلاينې په موخه يو شمېر نيول شوو مطرحو سياسي مخالفو څېرو ته د بند موده معاف کوي او له زندان يې ازادوي. پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) د نوموړي له لوري په خپره شوې ...

Read More »

قزاقستان کې د ملي امنيت کميټې لرې کړل شوی مشر د خيانت په تور نيول شوی

د قزاقستان ملي امنيت کميټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې له يو لړ څېړنو وروسته يې د دغه هېواد د ملي امنيت کميټې لرې کړل شوی مشر د لوی خيانت په تور نيولی دی. کريم ماسيم‌اف تېره اوونۍ د لاريونو پراخېدو په ترڅ کې د ولسمشر ...

Read More »