فرانس پرېس اژانس راپور ورکړی چې د هند په منيپور ايالت کې د اورګاډي يوې پروژې د ساتونکو پر کمپ د خاورو پاڼ ښويېدلی او په ترڅ کې يې ټولټال ۲۶ کسان مړه شوي دي.
د راپور له مخې، پاڼ د هند د پوځ اړوند د هغې نظامي قطعې پر سرتېرو راپرېوتی، چې د عامه پروژو د تطبيق امنيت ساتي. په دې پېښه کې ټولټال ۳۷ کسان له خاورو لاندې شوي چې ډېر يې د پوځ سرتېري دي.
فرانس پرېس اژانس په راپور کې زياته کړې، چې ياد پاڼ د زياتو بارانونو له امله ښويېدلی او په ترڅ کې يې له خاورو د لاندې شوو کسانو ژوندي پاتې کېدل سخت دي.
ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي او لا هم پر دې بوختې دي، چې له خاورو لاندې شوي کسان را وباسي.
خو په عين وخت کې د منيپور اعلا وزير بيرن سنګهـ ويلي، چې سيمې ته لېږل شوې مرستندويه ډلې له ستونزو سره مخ دي او د خرابې هوا او بارانونو له امله پر وخت عمل نه شي کولی.
د فرانس پرېس د راپور له مخې، تر دې مهال له خاورو ۱۸ کسان ژوندي را ويستل شوي؛ خو ۱۲ سرتېري او ۲۶ ملکيان لا هم تر خاورو لاندې او بې درکه دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس