Home » سیمه او نړی (page 105)

سیمه او نړی

مارک ميلي: له افغانستان څخه د امريکا وتلو وروسته، روسيې پر اوکراين د بريد جرئت وکړ

د امريکا لوړ رتبه پوځي جنرال او د دې هېواد د ګډو ځواکونو مشر مارک ميلي وايي، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته روسيې دا جرئت پيدا کړ چې پر اوکراين بريد وکړي. نوموړي دا څرګندونې د سنا مجلس د وسله‌والو خدمتونو کميټې ته کړې او ...

Read More »

پارلمان عمران خان ته د بې‌باورۍ رايه ورکړه او له څوکۍ يې لرې کړ

د پاکستان په پارلمان کې مخالفو سياسي ګوندونو چې د عمران خان ضد د بې‌باورۍ په تحريک کې راټول شوي وو، بېګاه شپه د (وري په ۲۰مه) عمران خان ته د بې‌باورۍ رايه ورکړه او په دې توګه يې نوموړی د لومړي وزير له څوکۍ لرې کړ. دا د پاکستان ...

Read More »

پوتين او امام علي رحمان په افغانستان کې د داعش پر موجوديت اندېښنه ښودلې

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل تاجکستاني سيال امام علي رحمان سره د نورو مسايلو ترڅنګ د افغانستان-تاجکستان ترمنخ د پولې پر امنيت هم خبرې کړي. په يادو ټليفوني خبرو کې ويل شوي چې په افغانستان کې د داعش ډلې اړوند جنګيالي شتون لري او د يادو جنګياليو موجوديت ...

Read More »

د روسي ځواکونو په تازه بريد کې ۳۵۰ عامو اوکراينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې روسي ځواکونو پرون جمعه د (وري په ۱۹مه) د اوکراين په کراماټورسک ښار کې د اورګاډي پر يوه تم‌ځي توغندی ويشتی او د دې بريد په ترڅ کې سلګونه تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې په دې بريد کې ...

Read More »

نن بيا د پارلمان له لوري د عمران خان پر وړاندې د بې‌باورۍ بهير پلېږي

وروسته له هغې چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سياسي جنجالونو په ترڅ کې پارلمان منحل کړ، تېره پنج‌شنبه د دې هېواد سترې محکمې دا پرېکړه نا قانونه وبلله او د پارلمان له بيا فعالولو سره يې حکم وکړ چې د لومړي وزير عمران خان پر ضد د بې‌باورۍ ...

Read More »

اذربايجان او ارمنيا د سرحدي ستونزو د حل لپاره مذاکرات پيلوي

د اذربايجان ولسمشر الهام علي‌يوف او د ارمنيا لومړي وزير نېکول پاشينيان خپلو بهرنيو چارو وزيرانو ته لارښوونه کړې، چې د سولې خبرو لپاره چمتووالی پيل کړي. دواړه مشران وروسته له هغې دغه لارښوونه کوي، چې پرون چهارشنبه د (وري په ۱۷مه) يې په بروکسېل کې د اروپايي ټولنې په ...

Read More »

هند: له روسيې سره به سوداګريزه راکړه ورکړه په خپل حال وي

په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي د نوموړي سازمان د امنيت شورا وروستۍ ناستې پرمهال، د اوکراين په بوچا ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژنه وغندله، اوس دې هېواد اعلان کړی چې له روسيې سره به سوداګري ثابته ...

Read More »

پنټاګون: اوکراين له روسيې جګړه ګټلی شي

د امريکا دفاع وزارت چارواکو ډاډ څرګند کړی چې په اوکراين کې د روسيې پر وړاندې روان مقاومت ته په پام سره، اوکراين له روسيې څخه اوسنۍ جګړه ګټلی شي. روېټرز خبري اژانس د پنټاګون وياند جان کربي په حواله ويلي، په اوکراين کې د روسيې خلاف مقاومت پايلو ته ...

Read More »

زلينسکي: روسيه بايد اوکراين کې د جنګي جرمونو حساب ورکړي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون سې‌شنبه ناوخته د (وري په ۱۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته وينا وکړه. نوموړي د خپلې وينا پرمهال په اوکراين کې د روان وضعيت په تړاو د امنيت شورا غړو هېوادونو استازو ته مالومات ورکړل. زلينسکي يو وار بيا ادعا وکړه چې ...

Read More »

قرېشي: د لاسوهنې له امله مو امريکا ته د سفير له لارې اعتراض کړی

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مرستيال او د دې هېواد مخکينی بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي منلې چې امريکا د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. نوموړي نن سې‌شنبه د (وري په ۱۶مه) خبريالانو ته ويلي، د پاکستان په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې له امله ...

Read More »